لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې درې وسله وال وژلي



د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي دا عملیات یې تېره ورځ د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې کړي دي
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي دا عملیات یې تېره ورځ د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې کړي دي

د پاکستان پوځ وایي افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان ضلع کې یې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې درې خوارج ( د ټي ټي پي) وسله وال وژل شوي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي دا عملیات یې تېره ورځ د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې کړي دي.

پوځ دعوه کړې ده چې عملیاتو کې د دریوؤ وسله والو وژل کېدو تر څنګ یو وسله وال ژوبل شوی هم دی اؤ وایي د هغوي د ولکې نه امنیتي ځواکونو وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

خو د پوځ بیان کې بیا د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې.

د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې سیمې نه د نورو وسله والو ختمولو لپاره د پاکونې عملیات روان دي اؤ امنیتي ځواکونه ملک نه د ترهګرو اؤ ترهګرۍ ختمولو ته پرعزم دي.

په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د تېرو څو کالو راهسې د ترهګرۍ لړۍ دوامداره ده اؤ د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف په پینځم اګست یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.

په څوارلسم اګست د پوځي سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي وؤ ، په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی اؤ د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ او قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.

تېره ورځ پوځ دعوه کړې وه چې د پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې یې د ټي ټي پي اووه وسله وال وژلي دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې جنوبي وزیرستان کې په یوه امنیتي پوسته د وسله والو برید کې څلور د ایف سي عسکر وژل شوي اؤ ۲۷ نور ژوبل شوي وؤ.

همدا شان په ۱۰م اګست د خېبر تېره سیمه کې په دریو بیلابیلو مقاماتو د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو نښتو کې درې پوځيان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي وؤ اؤ پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG