لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان د پوځ ویاند: له تېر کال راهسې ترهګرۍ ضد جګړه کې 563 پوځیان او 1250 ترهګر وژل شوي
تازه خبر

د پاکستان د پوځ ویاند: له تېر کال راهسې ترهګرۍ ضد جګړه کې 563 پوځیان او 1250 ترهګر وژل شوي


د پاکستان د پوځ ویانده اداره آي ایس پي ار وایي د کال 2024م نه راپدیخوا 563 پاکستاني پوځیان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ رسنیو ته د احوال تېرولو په وخت د آي ایس پي ار مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري ویلي چې په کال 2024م کې قانون پر ځای کوونکو ادارو 59 زره اؤ 775 لویې اؤ واړه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي.

د پوځي ویاند وینا وه چې سږکال د مارچ تر نیمایي 11 زره اؤ 654 عملیات ترسره شوي اؤ دا ښیي چې امنیتي ادارې په اوسط ډول هره ورځ 180 عملیات کوي.

خو د پاکستان د مرکزی پارلیمان غړی ښاغلی شېر افضل مروت وایي چې پوځي عملیاتو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې اؤ په هیواد کې په دې وروستیو کې ترهګرې ډلې لا پسې پیاوړې شوې اؤ د ترهګرۍ بهیر زیات چټک شوی دی،

لیفټننټ جنرال احمد شریف دعوه وکړه چې تېرکال 2024م او روان کال2025م کې نزدې 1250 ترهګر په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي، خو هغه ومنله چې په یاده موده کې 563 امنیتي سرتیري هم د ترهګرو سره جګړو کې وژل شوي دي.

پوځي ویاند وویل پاکستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدو یوه وجه دا هم ده چې افغانستان کې هر رقم ترهګري ورو په ورو ځای پېدا کوي اؤ د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ ټي‌ پي مرکزونه دي.

پوځي ویاند تور ولګولو چې د ټي ټي پي د وسله والو روزنه د افغانستان په خاوره کیږي.

د هغه وینا وه د کله راهسې چې ایتلافي پوځونه له افغانستان وتلي دي نو په شپه کې لیدونکې وسلې په پراخه کچه افغانستان کې پاتې شوې دي اؤ اوس ترهګرې ډلې له دغو وسلو استفاده کوي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو،څو ځله د افغان طالبانو په حکومت تورونه لګولي چې پخپله خاوره کې یې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پخپل هیواد کې امنیت ټینګول د پاکستان خپله مسله ده اؤ اسلام اباد باید د خپلې ناکامۍ پړه د افغانستان غاړې ته وانه چوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د مرکزي پارلیمان غړي ښاغلي شیرافضل مروت په پوځ کلکې نیوکې وکړې چې ځان یې په سیاست کې ککړ کړی اؤ د هیواد ددفاع غم ورسره نه شته.

شیر افضل مروت وویل پوځ خپل عملیات شمیري اؤ د کامیابیو دعوې پکې کوي خو په حقیقت کې دې عملیاتو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې اؤ ورځ تر بلې هیواد کې وسله والې ډلې پیاوړې کیږي اؤ د ترهګرۍ بهیر لا پسې غځيږي.

د هغه وینا وه ، پوځ دې ته هم خپله کامیابي وایي چې د بنو په پوځي مرکز شوي برید کې شپږ وسله وال ووژل شول اؤ 13 پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته خو پوځ اؤ حکومت بیا ستاینې کولې چې پوځ مړانه وښودله.

د هغه وینا وه چې تر څو پوځ له سیاسته لاس نه وي اخستی اؤ د هیواد دفاع ته یې پام نه وي ګرځولی نو معاملې به همداسې په خراب لوري روانې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG