لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لورلايي کې د دوه ملیشه عسکر په ډزو وژل شوي


د بلوچستان په قله سېف الله کې وړاندې د بد امنۍ پېښو پرضد ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي.
د بلوچستان په قله سېف الله کې وړاندې د بد امنۍ پېښو پرضد ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي.

د بلوچستان ایالت په لورلايي سېمه کې نا معلومه وسله والو په ډزو کې ۲ مليشه عسکروژلي او په دغه برید کې یو عام تن ټپي شوی.

پوليس وايي دغه پيښه د لوره لاي ښار پر ژوب سړک باندې رامنځ ته شوې. د پولیسو په وینا د مليشه عسکر په ساده جامو کي وو او دوي په بازار کې سودا کوله چې پر موټر ساېکل ناستو نامعلومه وسله وال چې مخونه يې پټ وو په دغه عسکرو ډزې وکړې.

د ډزو په نتیجه کې دواړه عسکرو پرځاې ساه ورکړه. د ځايي روغتون ډا کټرانو وويلي درې واړه تنان پر سر لګيدلي وو. د ډاکټرانو له خولې د ټپي شوي عام تن وضع هم نا سمه ده. دغه درې واړه کسان بیا سي ايم اېچ یا پوځي روغتون ته وړل شوي.

د ملیشه په وژل شوو کسانو کې یو د خېبر پښتونخوا لکي مروت سېمې د ايف سي حولدار علاالدين او دویم نايک محمد انور چې تعلق يې د کرک سره دی.

تحریک طالبان پاکستان محمد خراساني ډلې د دغه پېښې پړه په غاړه اخستې ده. پولیسو ویلي دوي د پېښې پلټنې پېل کړي..

په نژدیو ورځو کې دا د بلوچستان په لوره لايي سېمه کي د ترهګرۍ پنځمه پېښه ده.

د دې وړاندې هم په لوره لايي کې د بدامنۍ د پېښو پرضد د پرامنه مظاهرو په ترڅ کې د پشتون ژغورنې غورځنګ غړی ابراهیم ارمان لوڼی هم وژل شوي وو. د ابراهیم ارمان کورنۍ او ملګرو د هغه د وژنې تور په پولیسو لګولی وو.

دجنورۍ په ۲۹مه نېټه په لوره لايي کې د پولیسو مشر یا انسپکټرجنرل پر مرکزي دفتر برید کې نهه پولیس وژل شوي وو او ۲۱ کسان ټپیان شوي وو.

هم د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه څلورو وسله والو د فرنټیر کور امنیتي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی وو چې پکې د امنیتي ځواکونو څلور کسان وژل شوي وو.

په لورلايي کې همدا راز د ایدهي فاونډیشن ادارې د لورلايي څانګې مشر باز محمد عادل هم وژل په حدفي وژه کې وژل شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG