لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشيري رحمان په ضد درسالت دسپکاوي مقدمه


دمذهب سپکاوى په پاکستان کې دنورو اسلامي هيوادونو په پرتله زياته حساسه معامله گڼل کيږي
دمذهب سپکاوى په پاکستان کې دنورو اسلامي هيوادونو په پرتله زياته حساسه معامله گڼل کيږي
دپاکستان دپنجاب صوبې په ملتان ښار کې پوليسو ددغه ښار ديو اوسيدونکي په درخواست په امريکا کې دپاکستان دسفيرې شيري رحمان په ضد درسالت دسپکاوي دقانون لاندې مقدمه درج کړې ده
درخواست ورکوونکي ادعا کړې چې دوه کاله دمخه په يو خبري چينل دخبرو په مهال شيري رحمان دمذهب سپکاوى کړى ؤ.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند دشيري رحمان په ضد ددغه رقم کومې مقدمې درج کيدو څخه دبې خبرۍ څرگندونه کړې ، خو وئيلي يې دي چې که چرې دغسې کومه مقدمه درج شوي هم وي نو دا دهغې په شخصي حيثيت کې درج شوې اؤ هغه به خپله دريځ وړاندې کوي.
دفهيم اختر گل په لمړۍ هڅه پوليسو دشيري رحمان په ضد دراپور درج کولو څخه انکار کړى ؤ، وروستو چې کله مدعي سپريم کورټ ته مراجعه وکړه نو دوه کسيز بينچ مقامي پوليسو ته دقانون سره سم دکارروايۍ کولو امر وکړو.
دملتان دپوليسو مشر غلام شبيرجعفري برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دمقدمې ددرج کولو په ترڅ کې مدعي په پلټنو کې شامل کړل شوى اؤ ددغه مقدمې په اړه نور ثبوتونه راټولولى شي.
فهيم اختر گل پخپل درخواست کې وئيلي دي دکال 2010م په 30م نومبر دپاکستان ديو شخصي ټي وي چينل پروگرام کې شيري رحمان درسالت دسپکاوي په سزا خپلو خبرو کې داسې ټکي استعمال کړي وؤ چې دسپکاوي نه ډک وؤ.
نومبر کال 2010م کې شيري رحمان دمذهب دسپکاوي دموجوده قوانينو لاندې دمرگ دسزا دختمولو په اړه دقومي اسمبلۍ سيکرټريټ کې يو بل هم جمع کړى ؤ.
دکال 2011م دفرورۍ په مياشت کې دهاغه وخت وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په ډاگه وئيلي وؤ چې حکومت په دغه قانون کې دبدلون اراده نۀ لري.
دگيلاني ددغه بيان وروستو شيري رحمان يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي وؤ چې په دغه اړه دوزيراعظم لخوا دکوم بحث دردولو وروستو هغه( دوزيراعظم) دفيصلې دپيروۍ کولو پرته بله لار نۀ لري.
دميموگيټ دلانجې مخې ته دراتللو وروستو په امريکا کې دپاکستان سفير حسين حقاني استعفي ورکړې وه او نومبر کال 2011م کې شيري رحمان په امريکا کې دپاکستان سفيره ټاکل شوې وه.
دمذهب سپکاوى په پاکستان کې دنورو اسلامي هيوادونو په پرتله زياته حساسه معامله گڼل کيږي.
دمذهب دسپکاوي په اړه دقانون دغلط استعمال له امله هيواد کې دمذهب دسپکاوي دحقيقي عملونو او ددروغو دتورونو ترمينځ فرق کول گران شوي دي.
پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دحساسې معاملې له امله دوه کاله دمخه دپنجاب صوبې گورنر سلمان تاثير او داقليتونو دچارو وفاقي وزير شهباز بهټي هم وژل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG