لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بادامي باغ پيښه دپنجاب حکومت راپور مسترد


دشورو په ورځ دبادامي باغ دپيښې دپخپل داخستل شوي نوټس داوريدنې په مهال دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسپريم کورټ درې کسيز بينچ په بادامي باغ پيښه دپنجاب حکومت راپور مسترد کړو اؤ دپيښې دوجوهاتو دتعين اؤ ذمه وارانو په ضد دکارروايۍ په اړه يې دجامع راپور وړاندې کولو امر وکړو
دشورو په ورځ دبادامي باغ دپيښې دپخپل داخستل شوي نوټس داوريدنې په مهال دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسپريم کورټ درې کسيز بينچ په بادامي باغ پيښه دپنجاب حکومت راپور مسترد کړو اؤ دپيښې دوجوهاتو دتعين اؤ ذمه وارانو په ضد دکارروايۍ په اړه يې دجامع راپور وړاندې کولو امر وکړو
دپاکستان سترې محکمې دلاهور بادامي باغ سيمه کې دعيسايانو دکورونو دسوځولو دپيښې دمکملو پلټنو کولو امر کړى دى.
دشورو په ورځ دبادامي باغ دپيښې دپخپل داخستل شوي نوټس داوريدنې په مهال دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسپريم کورټ درې کسيز بينچ په بادامي باغ پيښه دپنجاب حکومت راپور مسترد کړو اؤ دپيښې دوجوهاتو دتعين اؤ ذمه وارانو په ضد دکارروايۍ په اړه يې دجامع راپور وړاندې کولو امر وکړو.
ايډوکيټ جنرل پنجاب اشتر اوصاف داوريدنې په مهال دگوجره دپيښې په اړه هم راپور وړاندې کړو اؤ وې وئيل چې دگوجره دپيښې وروستو سفارشونه اړونده چارواکو ته ليږل شوي دي، په دې چيف جسټس وپوښتل په دغو سفارشونو تر دې مهاله عمل درامد ولې نۀ دى شوى؟
ايډوکيټ جنرل وويل دسفارشونو په رڼا کې دامن کميټۍ جوړې کړل شوې وې.
چيف جسټس وپوښتل دبادامي باغ پيښې په مهال غه کميټۍ اؤ ډي سي او چرته وؤ.
دهغه وينا وه دبادامي باغ پيښې دمخنيوي لپاره ډير وخت ؤ، ايس ايچ او پيښه کې ککړ کسان نيولى شول.
جسټس شيخ عظمت سعيد پخپلو څرگندونو کې وويل دپنجاب دپوليسو تاريخ خراب دى، دشانتي نگر دپيښې څه وشول؟ داسې ښکاري چې اوس به دخلکو دځان ومال حفاظت هم عدالت کوي.
جسټس سعيد وويل دپوليسو په راپور کې زيات تضادات دي.
ددغه کيس راتلونکې اوريدنې به په 18 مارچ کيږي.
عدالت پخپله لنډه فيصله کې وويل بايد دپيښې په شا موجود وجوهات اؤ دذمه وارانو په ضد داخستل شوؤ گامونو څخه عدالت خبر کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG