لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خبرداری: ټي ټي پي د القاعده د یوې څانګې په توګه د ترهګرۍ نړیوالې ایجنډې سره سر راپورته کولی شي


پاکستان نړیوالې ورورولۍ ته خبرداری ورکړی چې افغانستان کې په فعالیت بوخته وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د القاعده د یوې څانګې په توګه د سیمه ییزې اؤ نړیوالې ترهګرۍ د ایجنډې سره مخې ته راتلی شي.

څېړونکي وایي ټي ټي پي له وړاندې څخه د القاعده یوه څانګه ده اؤ دې دواړو وسله والو ډلو په ګډه توګه له پاکستانه بهر تر اوسه دوه عملیات په ډاګیز ډول کړي هم دي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خپله وینا کې د پاکستان قایمقام یا سرپرست دایمي استازي سفیر عثمان جدون ویلي چې افغانستان کې ترهګري او له هغه ځایه ترهګریز فعالیتونه د هېواد، سیمې او نړۍ لپاره ترټولو جدي ګواښ دی.

هغه وویل چې که څه هم د افغانستان لنډمهاله حکومت د داعش (آی ایس آی ایس) سره جګړه کوي، خو د القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو له لوري څېلمه ګواښونو ته تر اوسه هېڅ حل نه دی موندل شوی.

سفیر عثمان جدون وویل چې ټي ټي پي د 6 زره وسله والو لرونکې یوه ستره درج شوې ترهګره ډله ده چې د پولې سره نزدې خوندي ځالې لري اؤ د پاکستان امنیت ته نیغ په نیغه هره ورځ ګواښونه راولاړوي.

د افغان طالبانو حکومت په پرله‌پسې توګه د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له دغه هېواد څخه د پاکستان پر ضد فعالیتونه ترسره کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې دوی د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د استعمال اجازه نه ورکوي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپل کور دننه حل کړي.

د افغان طالبانو په وینا، د ټي ټي پي مسئله د پاکستان یوه داخلي شخړه ده، او د افغانستان حکومت په دې کې هېڅ ډول مداخله نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي سرپرست استازي ویلي چې د ټي ټي پي د سرحدي فعالیتونو د مخنیوي پر مهال، زموږ امنیتي او سرحدي ځواکونو ځینې عصري وسایل نیولي چې د طالبانو حکومت ته د بهرنیو ځواکونو لخوا د پرېښودل شوو ذخیرو څخه ترلاسه شوي دي.

پاکستاني استازي هند ته په اشارې سره وویل چې دا ترهګرې ډلې زمونږ د مخالف بهرنی ملاتړ او مالي مرستې ترلاسه کوي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو په هند وخت په وخت تورونه لګوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو سره پټ پناه مرستې کوي خو هند دا تورونه ردوي اؤ پاکستان د ترهګرو ډلو په سرپرستۍ تورنوي.

پاکستاني استازي، وویل چې ټي ټي پي د نورو ترهګرو ډلو لپاره د یو چترۍ تنظیم په توګه راڅرګندېږي چې هدف یې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته بې ثباتي راوړل دي.

سفیر عثمان جدون وویل"موږ د دوي نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو شواهد لرو، لکه مجید بریګیډ، چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکارۍ (CPEC) د ناکامولو لپاره ترهګري کوي"

د ټي ټي پي او القاعده ترمنځ د اوږدې مودې د اړیکو په اړه هغه وویل چې دغه ډله د القاعده د یوې څانګې په توګه د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ د ایجنډې سره سر راپورته کولی شي.

هغه وویل چې پاکستان به د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره به د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو سره همکار پاتې شي.

د پاکستاني استازي ددې څرګندونو په اړه په سیمه اؤ نړۍ کې د ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ د ترهګرۍ په موضوع د څو کتابونو لیکونکی ښاغلی فخر کاکاخېل وایي، ټي ټي پي له وړاندې څخه د القاعده یوه څانګه ده اؤ دې دواړو وسله والو ډلو په ګډه توګه تر اوسه دوه عملیات په ډاګیز ډول کړي هم دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې ښاغلی فخر کاکاخېل وایي القاعده اؤ ټي ټي پي پي چې په ګډ ډول کوم دوه عملیات کړي په هغې کې یو په تېرو وختونو کې د افغانستان په خوست ولایت کې په امریکایي اډه شوی برید شامل دی اؤ بل په نیو یارک کې هغه حمله ده چې ویډيوګانې یې هم مخې ته راغلې وې.

فخر کاکاخېل وایي په دغو ویډیوګانو کې لیدل کیدل چې په نیویارک کې ترهګریز برید کوونکی د ټي ټي پي د وژل شوي مشر حکیم الله مسید سره یو ځای ناست دی .

ښاغلی کاکاخېل وایي د ټي ټي پي یو نړیوال شکل خو له وړاندې جوړ شوی دی خو دا چې په راتلونکي کې د دوي فعالیت به څنګه وي اؤ ځان به څنګه ښکاره کوي؟ دا ویل به اوس له وخته مخکې وي.

هغه زیاتوي ټي ټي پي مخکې هم له پاکستانه بهر کارروایۍ کړي اؤ د هغې ثبوتونه موجود دي اؤ دا کاروایۍ یې ټي ټي پي د القاعده د چترۍ د لاندې کړې دي.

د فخر کاکاخېل په خبره زه "دا ګڼم چې د ټي ټي پي کسان دا مهال په نړیواله کچه د دوؤ وسله والو ډلو القاعده اؤ داعش په لیکو کې ښه فعاله دي"

هغه وایي د فکر خبره به دا وي چې ایا دوي به راروانو وختونو کې په نړۍ کې څه هدف لري یا په نړۍ کې داسې څه مسله جوړولی شي یا برید کولی شي څنګه چې عربانو یا القاعدې د ناین الیون په شکل کې کړی دی؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG