دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه په شمالي وزيرستان کې دترسره شوي ډرون بريد غندنه اؤ ددغو بريدونو داودرولو غوښتنه کړې ده.
دجمعې په ورځ دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې دا دريځ يو ځل بيا تکرار شوى چې ډرون حملې دپاکستان دعلاقائي سالميت خلاف ورزي ده.
بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان پرله پسې ددغو حملو داودرولو په اهميت زور راوړى دى.
بيان کې وئيل شوي دي” حکومت پرله پسې وائي چې ډرون بريدونه دګټې پځايې تاوان ورکوي اؤ بې ګناه اولسي وګړي پکې خپل ژوند دلاسه ورکوي“
دشمالي وزيرستان په غلام خان نومې سيمه کې ترسره شوې ډرون حملې کې خواؤشا شپږ کسان وژل شوي دي.
پاکستان له دې وړاندې هم څوڅو ځل په خپلو قبائيلي سيمو کې د ډرون بريدونو د ودرؤلو غوښتنه کړې ده خو څيړونکي پوښتنه راولاړوي چې کۀ پاکستان په رښتوني ډول ددغو بريدونو مخنيوى غواړي نو بيا پخپله په قبائيلي سيمو کې د پټو هاغو ترهگرو په ضد کارروايي ولې نۀ کوي چې افغانستان اؤ پاکستان کې په امنيتي ځواکونو اؤ عامو خلکو د بريدونو څخه وروستو دقبائيلي سيمو دننه پخپلو محفوظو ځالو کې پناه اخلي؟
شمالي وزيرستان دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې دامريکائي اؤ افغاني چارواکو ترمخه دالقاعده سره تعلق لرونکو جنګيالو خپلې ځالې جوړې کړي اؤ ددغه ځايې څخه دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي ځواکونو دبريد وروستو بيرته وزيرستان کې پټيږي.
امريکائي چارواکو په تيرو وختونو کې پاکستان څخه شمالي وزيرستان کې دموجودو جنګيالو اؤ په ځانګړې توګه دحقاني نيټ ورک په ضد دعملياتو غوښتنې کړي ، خو پاکستان دريځ لري چې دغه عمليات به په مناسبت وخت اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره کوي.