لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخبريال ډينئيل پرل په وژنه کې دککړ تن اسدالله د نيول کيدو هرکلى


د ډینئیل پرل د قتل په شک کې نیول شوی احمد عمر سعید شیخ
د ډینئیل پرل د قتل په شک کې نیول شوی احمد عمر سعید شیخ
دامريکائي خبريال ډينئيل پرل کورنۍ پاکستان کې دهغه په وژنه کې په شکمن ډول دککړ يو کالعدم تنظيم دپخواني امير اسدالله د نيولو هرکلى کړى دى.
درينجرز دوياند ترمخه قاري عبدالحئ چې داسدالله په نوم مشهور دى ، هغه داتوار په ورځ دپاکستان داقتصادي مرکز کراچۍ دگلشن اقبال سيمې څخه نيول شوى ؤ.
په قاري عبدالحئي تور دى چې هغه په 2002م کې د دي وال سټريټ جرنل دجنوبي ايشياء لپاره د بيورو چيف 38 کلن امريکائي خبريال ډينئيل پرل په وژنه کې ککړ ؤ.
په لاس اينجلس کې ميشته روتهـ اؤ جوډ پرل نيويارک کې دموقعيت لرونکي ډينئيل پرل فاؤنډيشن په ذريعه جاري کړي يو بيان کې داسدالله دنيولو هرکلى کړى.
هغوي وائي مونږ په دغه اوسنۍ نيونه مننه کوؤ اؤ هيله کوؤ چې زمونږ دځوې په تښتول کيدو اؤ بيا دهغه په وژل کيدو کې ککړو ملزمانو ته به په په تُندۍ سره دعدالتي کارروايۍ له لارې سزا ورکړل شي
بايد وويل شي پرل په 23مه جنورۍ 2002م کې دپاکستان داقتصادي مرکز کراچۍ څخه هاغه مهال تښتول شوى ؤ چې هغه دتندلارو په اړه په يو خبر تحقيق کولو.
دهغه دتښتول کيدو څخه يوه مياشت وروستو امريکائي قونصل خانې ته يوه ويډيو ليږل شوې وه چې پکې دپرل دتنې څخه دسر دجدا کيدو عمل ريکارډ شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG