لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ډرون ٥ کسان وژلې


امریکائي چارواکې وائي شمالی وزیرستان کې د حقاني ډلې وسله والو مرکزونه دي
امریکائي چارواکې وائي شمالی وزیرستان کې د حقاني ډلې وسله والو مرکزونه دي
د افغانستان د پولې ترسنگ د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې ډرون د د مشکوک وسله والو په مرکز برید کړی دی، په نتیجه کې يي پنځه کسان وژل شوې دي.
استخباراتي چارواکې وائي ډرون د شورو په ورځ د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه په ختیز کې د هرموز په سیمه کې د وسله والو انگڼ په څلورو مزائیلو ویشتلی دی او په برید کې د وژل شوؤ کسانو شناخت نه دی معلوم.
امریکائي چارواکې وائي شمالي وزیرستان کې د حقاني ډلې مرکزونه دي او د هلته نه افغانستان کې د افغان او نړي والو ځواکونو خلاف بریدونه ترسره کوي.
پاکستان د ډرون حملو مخالفت کوي خو شمالي وزیرستان کې په ممکنه توگه موجود د وسله والو خلاف د کاروائي نه يي هم تر اوسه پورې ډډه کړې سره ددې چې امریکا په دې لړ کې د پاکستان نه شمالي وزیرستان کې د اپریشن وار په وار غوښتنې کړې دي.
امریکائي چارواکې او خپله د وسله والو ویب پاڼې ددې خبرې تصدیق کوي چې ډرون بریدونو کې د القاعده او نورو وسله والو ډلو یو شمیر اهم غړي لمنځه ووړل شوې دي.
د پاکستاني میډیا ترمخه شمالي وزیرستان کې د سپټمبر د میاشت په ٢۴ مه نیټه ترسره شوې د ډرون په برید کې د ابوکاشه العراقي او فتح الترکي په نوم د القاعده دوه اهم غړي وژل شوې وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG