په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان په دې خبرونو تشویش څرگند کړی دی چې حکومت د ايين ١٨ ترمیم ختمول غواړي خو د اېچ ار سي پي یوې چارواکې ويلي دي پکار ده چې د دغه ترمیم د ختمولو دپاره د پوځ او د حکومت د کوښښونو مخه ونیول شي.
خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر او د حکومت ترجمان فواد چودهري د وي او ای ډیوه په پوښتنه چې آیا ریښتیا هم حکومت ١٨ ترمیم ختمول غواړي نو هغه د ټېکسټ (لیکل شوي) پېغام دلارې وویل "نه خو داسې قسمه سوچ او نه هم داسې منصوبه (پلېن) شته" یعني د هغه په قول حکومت هیڅ اراده نه لري چې ١٨ ترمیم ختم کړي.
خو د اېچ ار سي پي غړي زهره یوسف وي او ای ډیوه ته وویل دا ویرې زیاتې شوي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ١٨ ترمیم ختمول غواړي. "نن سبا دا یو خوف (ویره) زیاته شوې ده چې دا (ترمیم) بیرته اخیستل کیږي."
هغې وویل د ترمیم د ختمولو دپاره د کوښښونو مخه نیول پکار ده. "دا که د حکومت او یا که د پوځ کوښښ دی مزاحمت یې پکار دی."
په ایین کې ١٨ ترمیم د پاکستان پارلېمنټ په کال ٢٠١٠ کې د پاکستان پیپلزپارټۍ په حکومت کې منظور کړو چې ترمخه یې خېبرپښتونخوا ته دغه نوم ورکړی شو، صوبو ته په قدرتي وسایلو زیات اختیارات ورکړی شول، د صحت، تعلیم او د لوبو ترڅنگ یو شمېر نور وزارتونه صوبو ته ورکړی شول. خو د دفاع، خارجه او خزانې وزارتونه مرکزي حکومت سره پرېښودل شول.
یو شمېر سیاسي گوندونه د ١٨ ترمیم د ختمېدو مخالفت کوي.
په اسلام آباد کې میشته قانون پوهه لیاقت بنوري وايي که چېر ١٨ ترمیم دلاندې صوبو ته ورکړی شوي اختیارات بېرته واخیستل شي نو پاکستان به د "افراتفرۍ" سره مخامخ شی او صوبې به د خپلو وسایلو نه اخیستل شوي امدن ته د مرکزي حکومت لاس ته کښېني.
د وي او ای ډیوه سره مرکه کې لیاقت بنوري وویل د ١٨ ترمیم نه وړاندې به مرکزي حکومت د صوبو د وسایلو نه اخیستل شوي پېسې صوبو ته ورکولې نو "صوبې به خالي لاس" وې او ختیارات یې نه وو خو اوس مرکزي حکومت وايي چې وسایل نه لري.
د ١٨ ترمیم په اړه د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري تردید په خپل ځای د پاکستان صدر عارف علوي تېرته هفته په یوه مرکه کې وویل حکومت دغه ترمیم ختمول خو نه غواړی خو پکې د اصلاحاتو اراده لري.
د پاکستان ټوډي ورځپاڼې ترمخه، صدر د ټېلې وژن په یوه مرکه کې وویل ١٨ ترمیم د ایین برخه ده، او که چېرې په ایین کې بدولون کېدلی شي نو په دې ترمیم کې ولې نشي کېدلی؟ هغه زیاته کړه چې که چېرې په ١٨ ترمیم کې اصلاح کېږي نو دا به د صوبو سره په اتفاق کولی شي.
په دې اړه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب رپورټ اوریدی شئ: