لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اليکشن کمشنر: بايد درايې په ټولو مرکزونو پوځ وگمارل شي


 اسلا اباد کې د پاکستان الیکشن کمیشن دفتر
اسلا اباد کې د پاکستان الیکشن کمیشن دفتر
دپاکستان چيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم دراتلونکو عامو انتخاباتو په مکمل ډول دپوځ په څارنه کې دترسره کولو اشاره کړې او وئيلي يې دي چې دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ورته دټولټاکنو په پرامنه ډول ترسره کولو کې دپوځ دمکمل ملاتړ باور ورکړى دى.
چيف اليکشن کمشنر دټولټاکنو دنتيجو راتلو پورې درايې ورکولوپه ټولو مرکزونو دپوځ دتعيناتۍ دخواهش څرگندونه کړې ده.
هغه وائي چې بايد درايې ورکولو په ټولو مرکزونو لږ ترلږه يو عسکر گمارل کيدل پکار دي.
فخرالدين جي ابراهيم دراتلونکو عامو انتخاباتو دانتظامي او امنيتي معاملو په حواله ديوې سترې تگلارې جوړولو په غونډه کې وينا کوله.
دغه غونډه کې دعامو انتخاباتو په مهال دامن وامان دباوري کولو او ضابطه اخلاق دپابندۍ لپاره ضروري فيصلې شوي دي.
چيف اليکشن کمشنر په ډاگه کړه چې دراتلونکو عامو انتخاباتو په ازادانه او روڼ انده توگه ترسره کولو کې يواځينى خنډ ممکنه بدامني ده او زياته يې کړه چې که چرې دامنيت ټينگښت باوري نۀ کړل شي نو سياسي گوندونو ته به تر ټولو زيات زيان رسيږي.
هغه وويل دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ورته په پرامنه ډول دانتخاباتو ترسره کولو کې دپوځ له لوري دمکمل ملاتړ باور ورکړى دى.
هغه وويل دپارليماني جمهوريت دودې يواځينۍ لاره روڼ انده ا بې پلوه انتخابات دي، په تيرو وختونو کې په روڼ انده ډول دانتخاباتو په نۀ ترسره کيدو اولس دتحفظاتو څرگندونه کړې ده.
دهغه وينا وه بايد دانتخاباتو تر نتيجو پوځ درايې ورکولو په مرکزونو موجود وي.
په دغه غونډه کې ددفاع،داخله وزارت، اسټيبلشمنټ، خارجه چارو، اطلاعاتو سکترانو ، دټولو صوبو چيفس او داخله سکترانو، ډائريکټرز جنرل رينجرز اؤ ايف سي، او دپوليسو ټولو انسپکټرز جنرل برخه اخستې ده.
غونډې ته پخپله وينا کې فخرالدين جي ابراهيم زياته کړه ملک کې کره انتخاباتو ترسره کولو لپاره به ټولې وسيلې پکار راوستلى شي او په دې لړ کې په پوځ پسې زياتې هيلې تړلي دي.
سږکال دانتخاباتو په پرامنه ډول ترسره کولو لپاره دپاکستان انتخاباتي کميشن هڅه کوي چې د600,000ؤ حکومتي ملازمينو دانتخاباتي عملې په توگه خدمات ترلاسه کړي او ددې ترڅنگ دپوځ پشمول په زرگونو دقانون نافذونکو ادارو عسکرهم ورسره په دغه اړه مرسته وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG