لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منځني ختیځ کې په تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې، وایي نړۍ دې د امن لپاره چټک ګامونه واخلي


پاکستان په منځني ختیځ کې په سیوا شوي تاؤ تریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي نړیواله ټولنه باید د تناؤ راکمولو لپاره په چټکتیا سره ګامونه واخلي.

پخپل یو بیان کې د خارجه دفتر ویاندې زهرا بلوچ ویلي پاکستان د لبنان د خپلواکۍ د تحفظ په غوښتنه ولاړ دی اؤ ددې تر څنګ غزه کې د روان انساني ناورین ختمولو غوښتنه هم کوي.

د پاکستان د خارجه دفتر بیان کې په فریقینو ټینګار شوی چې باید امن ته اولیت ورکړي.

د خارجه دفتر ویاندې ویلي اسرایل د نړیوال قانون اؤ ملګرو ملتونو د چارټر څخه سرغړونه کړې اؤ داسې پاروونکي ګامونه یې اخستي چې له امله یې سخت انساني ناورین رامنځته شوی.

د خارجه دفتر د ویاندې په بیان کې ویل شوي چې اسرایل غزه کې د روانې نسل وژنې له امله د سیمې امن اؤ سلامتیا په خطره کې اچولې ده.

بیان وایي چې په لبنان وروستي برید دا تاو تریخوالی نور هم زیات کړی دی اؤ د فلسطین ، لبنان اؤ سیمې د بېګناه وګړو ژوند اغېزمن کیږي.

اسرايل د تېر کال اکتوبر د اوومې د حملې وروسته په غزه کې وسله وال په هدف کوي، تر دې چې پام یې لبنان او ايران ته اړولی دی.

اسرايل په لبنان کې د حزب الله ضد ځمکني عمليات پيل کړي دي، او تهران د نهې، سه شنبې په شپه ناوخته په اسرايل ميزايلې داغلي دي.

اسرایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د لبنان په جنوبي برخه کې د جنګ په مهال يې اته عسکر ووژل شوو.

اسرایل د خپلو عسکرو د مرګ خبر په داسې حال کې ورکړی چې ځواکونو يې په لبنان کې دننه د حزب الله وسله والې ډلې خلاف عملیات شروع کړي دي.

په تېر یو کال کې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله په جګړه کې د اسرایلي ځواکونو د وژل کېدو دا تر ټولو زیاته شمېره ده.

حزب الله وویل وسله والو یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونو سره سختې جګړې وکړې او د اسرایل د پولې سره نږدې په مارون الراس کلي کې يې د اسرایل درې ټېنکونه په راکټونو تباه کړل.

د اسرایلي عسکرو په وژل کېدو د غمرازۍ وډیو پېغام کې بېنجمن نېټن یاهو وویل د شر محور ایران سره په مشکل جنګ کې ښکیل دي چې مونږ تباه کول غواړي. خو هغه زیاته کړه داسې به نه کېږي او په یو اتحاد به جنګ ګټي.

اسرایلي پوځ وویل د باقاعده پوځ پیاده عسکر او بکتر بند ځواکونه په لبنان کې په ځمکنی عملیاتو کې شامل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG