د پښتونخوا د یوې تحقیقاتي ادارې ساینس پوهانو د غذائيت د کمښت پوره کولو لپاره د غنمو نوي تخمونه جوړ کړي
د پښتونخوا د تحقیقاتي ادارې ترناب فارم ساینس پوهانو په صوبه کې د غذائيت د کمښت پوره کولو لپاره د غنمو نوي تخمونه جوړ کړي دي چې ورسره به نه یواځې د غنمو پیداوار زیات شي بلکې په ښځو او ماشومانو کې د زنک د کمښت ستونزه به هم ختمه شي. په دې اړه د پېښور ترناب فارم څخه ملک وقاص رپورټ وړاندې کوي: