د پېښور زرعي پوهنتون کې د ناياب نسل حيواناتو يو زړه راښکونکی نندارتون پرانیستل شوی، چي پکې زده کوونکو ساتلي سپي، پيشوګان او مرغۍ نندارې ته وړاندې کړي. دا نندارتون نه يواځې د زده کوونکو لپاره يوه خوندوره تجربه وه بلکې عامو خلکو ته يې هم د ځناورو د ساتنې اهميت وروپيژنده. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د پښتونخوا صوبې په لایوسټاک محکمه کې د بېلابېلو ناروغیو نه د څاریو ساتلو او د هغوی د ښې خسمانې لپاره وېکسين تياريږي او د ويکسينو دغه تجربې لومړی په موږکانو او سویانو کيږې چي کله يې نتيجه مثبت راشي بيا حيواناتو ته ورکول کيږي. ملک وقاص په دې اړه رپوټ راکوي:
د خېبر پښتونخوا په زراعتو کې نوی بدلون رامخې ته شوی چې اوس بې موسمه خرېړي کرل کيږي او کروندګر وايي دوی نه يواځې د پخلي د پاره خريړي ورکوي بلکې د دې نه بېلابېل قسمه نور خوراکي توکي هم جوړوي. نور تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د پښتونخوا په چارسده ضلع کې په اول ځل د يو شخصي سکول زده کوونکو د څارويو او ځناورو د ساتنې، تحفظ او د هغوی د خيال ساتلو د پوهې رابيدارولو لپاره يو نندارتون جوړ کړی دی چي پکې زده کوونکو په ګڼ شمېر سره بېلابېل ډول ځناور نندارتون ته ايښې وو. ملک وقاص په دې اړه رپوټ راکوي:
د پښتونخوا حکومت په صوبه کې زرعي اینکم ټيکس قانوني مسوده منظوره کړې ده چې په کروندګرو به د پینځلسو نه تر څلوېښتو فيصدو پورې د کال ټيکس لګول کيږي خو کروندګرو دغه قانون رد کړی او وايي چې دا يو ناجايزه ګام دی. په دې اړه ملک وقاص رپورټ جوړ کړی:
د پښتونخوا د تحقیقاتي ادارې ترناب فارم ساینس پوهانو په صوبه کې د غذائيت د کمښت پوره کولو لپاره د غنمو نوي تخمونه جوړ کړي دي چې ورسره به نه یواځې د غنمو پیداوار زیات شي بلکې په ښځو او ماشومانو کې د زنک د کمښت ستونزه به هم ختمه شي. په دې اړه د پېښور ترناب فارم څخه ملک وقاص رپورټ وړاندې کوي:
په پښتونخوا کې يو شمېر کروندګر د ګلونو کروندې سره تړلي دي او په اقتصادي توګه يې پرې خپل ژوند روان کړی. دا کروندګر د ګلونو کرونده کوي خو ګل يې ورکوټی دی او د دې لپاره د ترناب فارم تحقيق کوونکو داسې څه کړي چې ګل غټ شي او پيداوار يې ښه شي؟ ملک وقاص پرې رپوټ راکوي:
پېښور د ګلونو ښار ياديږي او د دغو رواياتو د ساتلو لپاره د پيښور زرعي پوهنتون د ژمي د ګلونو د نندارتون تابيا کړې چي مقصد يې په عام ولس کې دغه پوهه پيدا کول دي چي ګلونه په مزاج او روح کې مثبت کردار لوبوي. دغلته د ژمي کوم ګلونه ایښودل شوي دي، ملک وقاص پرې رپورټ راکوي:
په پاکستان کې سږکال د چينۍ یا بورې په مقدار کې زياتوالی رپورټ شوی چې له امله يې په ځايي کچه د ګوړې خرڅېدل کم شوي دي او ورسره په منډيانو کې ګوړې په زيات مقدار کې پرتې دي. د ګوړې د نه خرڅېدو علت څه دی او بيعې يې څه دي؟ ملک وقاص پرې رپورټ راکوي:
د پښتونخوا صوبې قبایلي ضلعه خېبر کې يو ځوان داسي ګلونه کرلې دي چې د خپل ژوند معاش یې ورسره ښه کړی دی. د زراعتو محکمې په دغه ترهګرۍ ځپلې سیمه کې خواؤشا 60 ځوانانو ته د ګلونو کرلو تربيه ورکړې او بيا یې مارکيټ سره پيوست کړي، چې د ګلونو د کروندوې له لارې یوه معقوله ګټه وټه ترلاسه کړي.
په پښتونخوا صوبه کې د ټماټرو پيداوار پيل شوی دی او کروندګر وایي چې سږ کال یې پيداوار ښه دی خو وایي خرچې یې ورباندې شوې دي او که بازار یې ښه وو نو دوی به ډېره ګټه تر لاسه کړي. تفصیل د ملک وقاص په رپوټ کې:
په پښتونخوا صوبه کې د زيتونو فصلونه پاخه شوي او کرونده ګرو مېوه ملونو ته راوړل پيل کړي دي. کارپوهان وايي بايد د زيتونو کروندګر زر تر زره زيتون وشوکوي او په څلرويشت ساعتونو کې ترې تيل وباسي چې معيار او مقدار يې په ځای پاتې شي. تفصیل د ملک وقاص په رپوټ کې:
په پېښور کې د لايوسټاک محکمې د څارویو او کبانو نندارتون لګولی چې مقصد يې د موسمياتي بدلونونو له امله په مالدارۍ د شوي منفي اغېز کچه پوره کول دي. د لایوسټاک چارواکو نوي نوي څاروي او بېلابېل قسمه ماهيان نندارې ته وړاندې کړي دي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
په پښتونخوا کې د نویو څېړنو تر مخه کال په کال د زيتونو پيداوار زیاتېږي او د چارواکو په وينا دوی غواړي د بهر هيوادونو نه د زيتونو د تېلو راغوښتلو په ځای پخپله صوبه کې پيداوار زيات کړي چې ورسره په خزانه بوج هم کم شي او کروندګر هم سوکاله شي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
په پښتونخوا صوبه کې کروندګر وایي د غوزانو د باغونو کرونده يو ګټور پيداوار دی چي يوه ونه زيات نه زيات د لسو منو پورې غوزان پيدا کوي. دغه بوټي په غرنیو او يخو سيمو کي په قدرتي توګه پيدا کيږي او خرچې پرې هم نه راځي چې له امله يې کروندګرو ته سراسري ګټي رسېږي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د موسمياتي بدلون نه پس هم د بره سوات په کالام سيمه کې د بې موسمه سبزيو فصل ډېر ښه پيدوار ورکړی چې کروندګر پرې خوشاله دي. د ماهرينو وينا ده د ښه پيدوار لپاره دې کروندګر په ساینسي طريقو عمل وکړي چې نوره هم ښه تنيجه تر لاسه کړي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د پښتونخوا په هغه سيمو کې چرته چې د ګنیو کرونده کيږي زميدارو د اسو د موسم کر شورو کړی دی چي د زرعي ماهرين په نيزد ډېر مهم دی. پوهان وايي کروندګر که معياري تخمونه وکري د فصل نه ډېر پيدوار اخیستی شي او په ګینو کې د دويم فصل کرونده هم ښه په وخت کېدی شي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د څاروو د ساتونکو د خوراک او معاش مهمه اډاڼه د څاروو په ساتنه ولاړه وي. د ګرانۍ له امله اوس څاروي ساتل او ترې ډېر پيدوار تر لاسه کول ناممکن شوي دي ځکه چې په شنه ګيا ډېر پيداوار نه تر لاسه کيږي او د ونډې بورۍ، کل او بوسو اوچتو نرخونو ورته څاروي ساتل ګران کړي دي. په دي اړه ګورو د ملک وقاص دا رپورټ:
په چارسده کې د ژمي د سبزیو کرونده شورو شوې ده. کروندګر د فصلونو په خسمانه بوخت دي خو د ګرانۍ له وجې زميدار هم د پريشانۍ سره مخ دي. د ځمکو اجاره، د سرو د نرخونو زياتوالی او د موسمي بدلون له امله يې اوس پيدوار کم شوی او په امدن يې بدې اغېزې شوې. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د موسمياتي بدلون د بدو اغيزو نه د چاپېريال بچ ساتلو په لړ کې په چارسده کې هم د بوټو کرونده روانه ده. ضلعي انتظاميه د بېلابېلو محکمو په مرسته د سیوري ورکونکو بوټو سره سم مېوه دار بوټي هم نالوي. د مهم په دې لړ کې تر اوسه د پنځوس زرو پورې بوټي کرل شوي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې
نور کتل