لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر:ډرون حملې دپاکستان دخپلواکۍ خلاف ورزي ده


دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري وئيلي دي چې ډرون بريدونه نۀ يواځې دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده ، بلکې دغه حملې دنړيوالو قوانينو خلاف ورزي هم ده.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته دهفته وار بريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاکستان امريکا سره دډرون بريدونو معامله راپورته کړې اؤ په مستقبل کې به هم په ټولو فورمونو دغه معامله راپورته کوي. هغه وويل ډرون بريدونه دگټې پځايې زيات تاوان لري.
دهغه وينا وه پاکستان دډرون په بريدونو سخت اعتراض لري اؤ په نړيواله ټولنه کې هم ددغو بريدونو په ضد بحث شروع شوى دى.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا پاکستان به دډرون بريدونو په اړه پخپله تگلاره بيا دسره غور کوي، هغه وويل په دغه معامله دموجوده حکومت تگلاره کوم پټ راز نۀ دى.
وياند وويل په افغانستان کې دهر هاغه عمل ملاتړ کوؤ چې په نتيجه کې يې دغلته دامنيت په ټينگښت کې مرسته ترلاسه کيږي.
دخارجه دفتر وياند وويل په دوحه کې دطالبانو ددفتر دپرانستې ملاتړ کوؤ.
دهغه دهند تر انتظام لاندې کشمير کې په شکمن ډول دقران پاک په حُرمتۍ دخفگان اؤ انديښنې څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل ددغه پيښې له امله په پاکستان اؤ ټوله اسلامي نړۍ کې دمسلمانانو جذبات مجروحه شوي.
ديو پخواني هندي چارواکي ددې انکشاف په اړه دېوې پوښتنې په ځواب کې چې نوي ډيلي دممبۍ اؤ په پارليمنټ دحملو منصوبه کړې وه، اعزاز احمد چوهدري وويل اسلام اباد په نوي ډيلي کې داسلام اباد دهائي کميشن ته هندي حکومت درسيدو وينا کړې اؤ دابتدائي ځواب له مخې بهارت دخپل افسر ورما له لوري ددغسې کوم بيان ورکولو څخه انکار کړى، خو هند څخه به په دغه اړه دنورو معلوماتو غوښتنه کوؤ.
هغه وويل دپاکستان اؤ هند ترمينځ دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره پخپلو کې مرسته ضروري ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG