دپاکستان دخارجه دفتر وياند دزيارت په ورځ وئيلي دي حکومت يو کيس تيار کړى چې مقصد يې پاکستاني سيمو کې دډرون حملو معامله ملگرو ملتونو کې راپورته کول دي.
دپاکستان حکومت له لوري دډرون حملو معامله ملگرو ملتونو کې دراپورته کولو په اړه دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى ، چې اوس اوس اسلام اباد کې ترسره شوي دټول گونديز کانفرنس په يو قرارداد کې وئيل شوي وؤ ”وفاقي حکومت ته دډرون حملو په ضد ملگرو ملتونو ته مراجعه وکړل شي، ځکه چې ډرون حملې دنړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده“
پاکستان دريځ لري ډرون حملې يې دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده، خو امريکائي چارواکي وائي چې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله ثابتيږي.
اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند وويل چې دډرون حملو په اړه دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ کوم خفيه تړون نشته اؤ زياته يې کړه چې پاکستان ته په دې اړه هيڅ اندازه نشته چې ډرون الوتکې دکوم ځايې څخه الوت کوي.
داسلام اباد لخوا اوس اوس دپريښودل شوؤ افغان طالب بنديانو په اړه وياند وويل دافغان طالب بنديان دپريښودل علت افغانستان کې دجوړجاړي عمل کې اسانتيا ورکول دي.
کيوبا کې دگوانتاناموبى زندان په اړه وياند وويل په دغه زندان کې پاکستاني بنديان موجود دي ، خو دا نۀ ده په ډاگه چې شميره يې څومره ده اؤ زياته يې کړه چې ددغو بنديانو دخوشې کولو لپاره امريکا سره خبرې اترې روانې دي.
دخارجه دفتر وياند وويل وزيراعظم نواز شريف به دستمبر د١٦مې نيټې څخه تر ١٨مې نيټې پورې دترکي په دوره ځي.
هغه وويل دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز به دترکمانستان په پايتخت بيشکيک کې دخپل هندي سيال سره دجمعې په ورځ ليدنه کوي، هغه وويل ددغه خبرو بنيادي نکته به هند سره ددوه اړخيزه اړيکو ښه کول وي.
دشام دبحران په اړه دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان هيله لري ددغه ستونزې به يو سفارتي حل را اوځي اؤ زياته يې کړه چې په جگړه کې بوختو ټولو خواؤ ته دکيميکل وسلو استعمال نۀ دى پکار.
دهغه وينا وه پاکستان په شام کې دکيميکل وسلو داستعمال په اړه دملگرو ملتونو دراپور په انتظار دى.
له دې وړاندې په جنيوا کې ملگرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازي ضمير اکرم وئيلي وؤ، په نزدې کلونو کې ټوله نړۍ کې دترهه گرۍ دمخنيوي دهڅو په مهال دطاقت دبلا تفريق استعمال په نتيجه کې دبشري حقونو سختې خلاف ورزۍ شوي.
ديو بيان ترمخه اکرم وئيلي دي چې په دغو خلاف ورزو کې غيرقانوني گرفتارۍ اؤ دډرون حملو په ذريعه دعدالت څخه پشي شا وژنې شاملې دي.
هغه زياته کړې ده چې دغه حملې زيان رسوي اؤ دنړيوالو قوانينو خلاف ورزي ، چې پکې دپاکستان دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت ترڅنگ دبشري حقونو خلاف ورزي هم شامله ده.
دملگرو ملتونو دجنرل سيکرټري دې بيان ته په اشارې کولو چې دنورو وسلو پشان بايد د وسله والو ډرون الوتکو استعمال هم دنړيوالو قوانينو په دائره کې وي وويل چې ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دگټې پځايې تاوان ورکوي