پاکستان مسلم لیگ (ن)، پاکستان پیپلز پارټۍ، عوامي نیشنل پارټۍ او متحده مجلس عمل اعلان کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف دپاره به مېدان خالي نه پرېښدي او د وزیراعظم، د قامي اسمبلۍ د سپیکر او ډپټي سپیکر دپاره به امیدواران ودروي.
د پي ټي ايي مخالف گوندونو دغه اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې د یوې غونډې ورسته وکړو. د ال پارټیز کانفرنس نومې غونډه پاکستان مسلم لیگ (ن) رابللي وه.
د غونډې ورسته خبرلایانو سره خبرو کې د پاکستان پیپلزپارټۍ شیري رحمان یو وارې بیا د جولايي په ٢٥ مه نیټه شوو انتاباتو کې د درغلۍ الزامات تکرار کړل او وې ویل "مونږ د ټگۍ ځپلې انتخابات نه منوو."
هغې زیاته کړه "مونږ دا الیکشن او الیکشن کمیشن مسترد کوو."
شیري رحمان وویل د وزیراعظم دپار امیدوار به پاکستان مسلم لیگ (ن)، د سپیکر امیدوار به پاکستان پیپلزپارټي او د ډپټي سپیکر یا نایب سپیکر امیدوار به اېم ایم ای نامزد کوي.
د عوامي نشنل پارټۍ او خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني وزیر میا افتخار چې د شیري رحمان ترڅنگ ولاړ وو، د وزیراعظم دپاره په ووټونو کې د گټي په هدف د برخه اخیستلو فېصله یې کړې ده.
میا افتخار حسین وویل "مونږ د حزب اختلاف په حېیث انتخاب ته نه ځو...مونږ د حکومت جوړولو په پوزیشن کې یوو."
میا افتخار حسین د پي ټي ايي د نوم نه اخیستلو پرته وویل "هغوي د پېسو او د فشار په زریعه خلک یوځای کړې دي که چېرې میدان لگي نو فشار والا خلک دلته هم راتللی شي مونږ به د گټي پوره کوښښ کوو، یعنې حکومت به جوړوو، زمونږ مزاج جارحانه دی، مونږ په دفاعي مزاج کې نه یوو."
د کوربه گوند پاکستان مسلم لیگ (ن) او د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال وویل چې د "گډاگي سازباز" د ناکامه کولو پوره کوښښ به کوي.
د ایم ایم ای په نمایندگۍ او د جماعت اسلامي نایب امیر لیاقت بلوچ وویل په پارلیمنټ کې دننه او د پارلیمنټ نه بهر به خپل کردار ادا کوي. هغه هم په انتخاباتو کې د درغلۍ خپل دریځ تکرار کړو او وې ویل چې د الیکشن کمیشن او د موقتي حکومت په اختیار "نور څوک قابض شول."
د ٢٥ مې جولاي په انتخاباتو کې د عمران خان گوند تحریک انصاف ١١٦ د پاکستان مسلم ليگ نون ٦۴ ، پاکستان پېپلز پارټۍ پارلیمینټیرینز۴٣، متحده مجلس عمل ١٢، متحده قومي مومینټ پاکستان ٦، آزاد ١٣ ، بلوچستان عوامي پارټۍ۴، گرینډ ډېموکریټک الاینس ٢، د پاکستان مسلم ليگ قاف ۴ او عوامي نیشنل گوند سیټونه گټلي دي.
د قامي اسمبلۍ د ٢٧٢ نیغ په نیغه چوکو باندې د حکومت جوړولو دپاره د ١٣٣ چوکو ضرورت وي نو که چېرې د پي ټي ايي مخالف گودونه خپل منځو کې اتفاق کوي نو د حکومت جوړول امکان یې شته.
د پي ټي ايي نه علاوه نور ټول گوندونه په انتخاباتو کې د درغلۍ او د پوځ د لاس وهنې الزمات لگوي.
خو الیکشن کمیشن ویلي انتخابات په صفا او شفافه توگه ترسره شوي دي.
پوځ هم په ووټونو کې د لاس وهنې خبره ردوي.
د شورو، چارشنبې، په ورځ پوځ په انتخابانو کې په خپله دنده د اطمینان څرگندونه وکړه. د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه په مشرۍ کې د کور کمانډرانو په غونډه کې د انتخاباتو ورسته د حالاتو جاج واخیستل شو او د ووټونو په مهال د پوځ د کردار ستاینه وشوه.