لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار: دقومي سلامتۍ په اړه غونډه کې به دپوځ سرلښکر ته بلنه ورکولى شي


دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې ديوې جامع قومي سلامتۍ دتگلارې جوړولو لپاره به دپارليماني استازيتوب لرونکو سياسي گوندونو سرمشريزه غونډه کې به دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ته هم بلنه ورکولى شي.
خپل دفتر کې ميډيا سره دخبرو په مهال داخله وزير چوهدري نثار علي خان وويل تر دې مهاله ددغه غونډې نيټه نۀ ده ټاکل شوې ، خو هغه دسياسي مشرانو سره رابطې شروع کړي دي.
دشورو په ورځ دوزيراعظم دفتر وئيلي ؤ چې دغه غونډه به په ١٢ جولا ئي ترسره کيږي ، خو چوهدري نثار وويل دسياسي گوندونو مشرانو سره دصلاح مشورو وروستو به نيټه ټاکلى شي.
دهغه وينا وه چې دغونډې په برخه والو کې به دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيران اؤ دقانون نافذونکو ادارو مشران شامل وي.
په لمړي پړاؤ کې به دامنيتي اؤ استخباراتي ادارو مشران دهيواد په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي صورتحال حال احوال تيروي ، چې له دې وروستو به سياست دانانو ته دپوښتنو لپاره ديوې گينټې وخت ورکولى شي.
داخله وزير وويل دسياسي مشرانو تجويزونه به په تگلاره کې شاملولى شي.
هغه وويل” دا يو سخت کار دى اؤ څه وخت به اخلي ، دتگلارې خاکې ته دغوڅ شکل ورکولو وروستو به دا پارليمان ته دمنظورۍ لپاره وړاندې کولى شي“
ددغه تجويز شوې تگلارې په حواله چوهدري نثار وويل دا به په دوؤ برخو مشتمله وي ، چې لمړۍ به يې اپريشنل اؤ دوهمه سټريټجک وي.
په اپريشنل برخه کې به ددې خبرې سپيناوى کولى شي چې دکوم ممکنه ترهه گريزې کارروايۍ په اړه دوړاندې څخه دمعلوماتو ترلاسه کولو لپاره انټلي جنس نظام څنگه وکارول شي.
هغه وويل ضروري دا ده چې دانټلي جنس ناکامو اندازه اؤ داستخباراتي روازونو دپه ډاګه کيدو مخنيوى و شي اؤ داستخباراتي ادارو دمختلفو څانگو ترمينځ همکاري ښه کړل شي.
هغه وويل يو چټک يا تُند ځواک به دبريد په صورت کې موجود وي، هغه وويل دغه ځواک به دا صلاحيت لري چې دپيښې دځايې څخه دترهه گرو دتيښتې وړاندې به دغلته رسيږي.
دپخواني پوځي سرلښکر جنرال پرويز مشرف په ضددائين دارټيکل شپږم لاندې دغدارۍ دمقدمې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل يوې ځانگړې کميټۍ خپل کار شروع کړى اؤ ددې رپورټ به سپريم کورټ ته وړاندې کولى شي.
دډرون حملو په حواله چوهدري نثار وويل قبائيلي علاقو کې دمسلسل ډرون حملو کولو امريکائي تگلاره پاکستان سره په اړيکو اغيزه کولى شي.
هغه ډرون حملې دگټې ورکولو پځايې زيانمنې وگرځولې اؤ وې وئيل دامريکا سفير په دغه حقله دپاکستان دانديښنو څخه خبر کړل شوى دى.
دهغه وينا وه که دډرون بريدونو دتسلسل په حواله امريکائي ضد برقراره پاتې شو ، نو ددواړو ملکونو ترمينځ به سخت ځنډ رامينځته شي.
هغه وويل پاکستان دامريکا حکومت دهغوي دسفير په ذريعه واضحه کړې ده چې پاکستان سره دغه شان کوم ممکنه ځنډ به افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو په عمل اؤ دعسکرو دوتلو په وروستي صورتحال سختې نتيجې ولري.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG