د پاکستان د سپریم کورټ (سترې محکمې) یو قاضي، جسټس فایز عیسی ویلي دي پاکستان کې د دستور ماتولو یو اوږد تاریخ دی، خو چې هر کله پوځ په سیاسي معاملاتو کې مداخلت کړی دی، نو خرابې نتیجې یې مخې ته راغلي دي او د پاکستان تقسیم هم د یو پوځي ډېکټېټر په وخت کې شوی دی.
د پنجاب په لاهور ښار کې د نوموتې وکیلې او د بشري حقونو مبارزې اسمآ جهانگیر په نوم جوړې شوي کنفرنس ته د وینا پر وخت، جسټس فایز عیسی ویلي دي چې کله پاکستان جوړ شو، نو هغه وخت 'قرارداد مقاصد' په نوم، د پاکستان دستور بنیادي اډانې دپاره یوه پرېکړه وړاندې شوه، خو هر یو پوځي آمر د دې پرېکړې د ختمولو هڅه کړې ده.
دوی زیاته کړه چې هر یو پوځي آمر د خپل حکومت دپاره دا خبره کړې ده چې جمهوریت د اسلام پر ضد یو نظام دی، خو د پاکستان لومړنی گورنر جنرل محمد علي جناح د پاکستان له جوړېدو نه پس، په خپل لومړي تقریر کې ویلي و چې اسلام د هرچا دپاره په انصاف یقین ساتي، او دا د جمهوریت بنیادي نقطه ده.
جسټس عیسی دا هم وویل چې د پاکستان هر پوځي آمر، دستور تر خپلو پښو لاندې چقولی دی. هغه وویل: "جنرال سېکندر میرزا، ایوب خان، جنرال یحیی، ضیآ الحق، او پرویز مشرف ټولو پوځي آمرانو، دستور تر خپلو پښو لاندې چقولی دی. دوی د ولس آوازونه بند کړي دي او عدلیې کې یې مداخلت کړی دی."
جسټس فایز عیسی په پاکستان کې د اوږدې مودې پوځي ډېکټېټرشېپ تاریخ هم بیان کړی دی، او ویلي یې دي چې هر کله په دې ملک کې د پوځي آمر حکومت راغلی دی، د پاکستان نقصان پرې شوی دی، او لوی مثال یې د جنرال یحیی په حکومت کې د پاکستان په دوو ټوټو تقسیم دی.
د بنگله دېش ولس د منتخبو حکومتونو په ذریعې ترقي وکړه، خو پاکستان کې بیا هم د پوځي جرنیلانو مخه ونه نیولی شوه. جسټس فایز عیسی زیاته کړه چې هر هر پوځي آمر د خپل حکومت د مودې اوږدولو دپاره، په دستور کې ترامیم کړي دي. دوه جرنیلانو، سېکندر مرزا او ایوب خان خو دوه ځلي نوي دستورونه هم جوړ کړي دي.
دغه راز جنرل ضیآ الحق هم په دستور کې ترامیم کړي دي چې خلک له بنیادي حقونو، لکه د رآی د آزادۍ حق نه محرومه وساتي. د فایز عیسی وینا وه چې د پاکستان دستور کې لیکلي و چې دلته اقلیتونو ته پخپل مذهب په آزاده توگه د عمل اجازت دی، خو ضیآ الحق له دستور نه، د "آزاد" ټکی ختم کړ.
وروسته په کال ٢٠١٠، په یو جمهوري حکومت کې بیا د اتلسم ترمیم په ذریعې دا ټکی پر ځای کړی شو. د جسټس فایز عیسی وینا وه ضیآ الحق چې کله د خپل حکومت د مودې زیاتولو دپاره رېفرېنډم کړی و، نو په مقابله کې یې هېڅ څوک هم نه و ورته ولاړ او خلکو نه به دا تپوس کېدو چې د اسلام وده تاسو غواړئ؟ نو له دې تپوس نه به څوک انکار وکړي؟
دغه شان جنرال پرویز مشرف په رېفرېنډم کې له ولس نه دا تپوس کړی و چې د جمهوریت وده او د ترهگرۍ ختمون غواړئ؟ نو له دې هم چا انکار نشوی کولی.
جسټس فایز عیسی پر ضد، سپریم جوډېشیل کاونسل کې یو صدارتي رېفرېنس ځکه جوړ شوی چې دوی د خپل فامیل اثاثیې پټې ساتلي دي. دا رېفرېنس هغه وخت جوړ شوی و کله چې دوی په اسلام آباد کې د تحریک لبیک د احتجاج په هکله، خپلې فیصلې کې د پوځ د یو اعلی افسر لخوا مظاهره چیانو کې د رقم په تقسم سخت تنقید کړی و او ویلي یې و "داسې کولو سره، پوځ د خپل اختیار نه بهر وتلی دی."