دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې کۀ هرڅو د امن دټينگښت دپاره د ورانکارو په ضد د رينجرز د ځواکونو له لوري هدفي عمليات روان دي خو په دغه ښار کې بيا هم دانسان وژنې لړۍ دپائي ټکى نۀ مومي اؤ د نهې په ورځ يو ځل بيا په کراچۍ کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې ديو سياسي گوند دکارکوونکي پشمول شپږ کسان وژل شوي.
دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو لخوا ښار کې ترسره شوې کارروايۍ کې ٣٠ شکمن کسان هم نيول شوي دي.
تيره مياشت دکراچۍ ستر سياسي گوند متحده قومي موومنټ کراچۍ ته دپوځ راغوښتو غوښتنه کړې وه خو دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دوفاقي کابينې دغونډې وروستو کراچۍ کې دامنيت پځايې کولو دپاره درينجرز ځواکونو په مشرۍ دورانکارو په ضد دعملياتو پيل کولو پريکړه شوې وه.
متحده قومي موومنټ ادعا کوي چې ښار کې دروانو عملياتو په مهال په ځانگړې توگه دهغوي گوند په نخښه کيږي ، خو صوبائي حکومت دريځ لري چې دغه عمليات پرته له کوم توپير څخه ترسره کيږي.
راپورونه وايي د نهې په ورځ دکراچۍ د اورنگي ټاؤن داسلام چوک سره نزدې په موټر سائيکلو سورو د نامعلومو وسله والو دډزو کې ديوې سياسي پارټۍ د غړي پشمول درې کسان وژل شوي دي ، چې ورسره سيمه کې ويره ترهه خوره شوې اؤ دوکانونه اؤ مارکيټونه تړل شوي دي.
داورنگي ټاؤن په مهاجر چوک کې هم دډزو پيښه کې يو تن وژل شوى.
همدغه شان دښار په مشرف کالونۍ کې وسله والو کسانو دپوليسو په گزمه ډزې کړي اؤ دپوليسو لخوا ځوابي کارروايۍ کې دوه کسان وژل شوي اؤ دهغوي دقبضې څخه يې وسله هم لاسته راوړې.
بلخوا درينجرز يو وياند وائي چې په شاه فيصل، گرين ټاؤن ، رشيداباد، نارتهـ کراچۍ، قائداعظم کالونۍ ، نارته ناظم اباد اؤ نورو سيمو کې دترسره کړو عملياتو په مهال ١٩ شکمن کسان نيول شوي دي.