لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د پوځي الوتکو بمبار کې د تښتول شوؤ کسانو څخه یو تن وژل شوی،تښتول شوی ډرایور خوشې کړل شوی


د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې د کبل خېل سیمې څخه د پاکستان اټامک انرجۍ په تښتول شوؤ کارمندانو کې د پوځي الوتکو نه په شوي بمبار کې د یو تن د وژل کېدو دعوه شوې ده اؤ د تښتول شوي ډرایور هم د تښتوونکو له منګولو خوشې شوی.

‎د جنورۍ په نهمه، نامعلومه وسله‌والو د لکي مروت د کبل خېل سیمې څخه د یو ډریوار په ګډون د پاکستان اټامک انرجۍ پروژې ۱۷ خصوصي کارمندان تښتولي وؤ چې په هغوي کې وروسته بیا تښتونکو اته کسان خوشي کړي وؤ خو پاتې کسان لا هم د تښتونکو سره دي.

وي او اې ډيوه ته د سیمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په تښتول شوؤ کسانو کې د ریحان الله په نوم یو تن تېره ورځ د پوځي الوتکو نه په شوې بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د لکي مروت قامي جرګې غړو ډيوه ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي چې ډرایور د تښتونکو لخوا خوشې کړل شوی دی.

خوشي شوي ډرایور نور نواز پخپل یو ویډیو پیغام کې ویلي چې دوی د وسله والو لخوا سربند سیمې ته د خوشي کولو لپاره راوړل شوي وو چې د پاکستاني جیټ الوتکو څخه پرې بمبار وشو.

هغه ویلي چې په دغه بمبارۍ کې یو تښتول شوی تن ریحان الله په ځایی وژل شوی اؤ دوی پکې بچ پاتې شوي دي.

د جرګې غړي نصیر مروت وي اواې ډيوه وویل د وژل شوي تن مړی نن دوی ته سپارل شوی

لکي مروت قامي جرګې سبا د ګل یا دوشنبې په ورځ ټوله ضلعه کې په احتجاجي توګه د کاربندیز اعلان کړی دی.

‎د جرګې مشران وايي چې که د تښتول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه شول، نو د پنجاب میانوالي ته غځېدلی د ګېس نل‌ليکه يا پايپ به پرې کړي، د کبل خېل پروژې دروازه به وتړي، او د پوليو ضد کمپاین به پرېږدي.

د لکي مروت څخه د اټامک انرجۍ د کارمندانو د تښتولو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې او په دې اړه په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيوګانې کې، تښتول شوو کارمندانو له حکومته غوښتنه کړې چې د تښتونکو غوښتنې ومني او د دوی د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG