دسيدو شريف ديوسکول دطالبانو په بريد کې دژوبل شوې طالب علمې ملاله يوسفزۍ په نوم دنومولو وروستو په لسگونو جينکو احتجاج کړى او وائي چې ددغه حکومتي گام له امله به هغوي دجنگيالو هدف جوړ شي.
خواؤشا ١٥٠ؤ طالب علمانو دسوات دسيدو شريف د گورنمنټ ملاله کالج کې دکلاسونو څخه بائيکاټ کړى، دهغې په عکسونو يې کاڼي ورولي ، شلولي او تور يې لگولى چې هغې پاکستان پريښى او برطانيې ته دعلاج لپاره تللې.
سږکال داکتوبر په مياشت کې دسوات مرکز مينگوره کې ١٥ کلنه ملاله يوسفزۍ هاغه مهال په نخښه کړی وه چې هغه دسکول په يو گاډي کې کورته روانه روانه وه ، په دغه بريد کې دملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې ژوبل شوې وې، په پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته رسول شوې ده چې دغلته دډاکټرانو ترمخه دهغې حالت مخ په ښه کيدودى.
ملالې يوسفزۍ ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو په ترڅ کې دپاکستان حکومت گڼ شمير سکولونه دهغې په نوم نومولي دي.
دشائيسته احمد په نوم يوې احتجاج کوونکې طالب علمې وويل کله چې پرنسپل زمونږ غوښتنه ونۀ منله نو مونږ داحتجاج لپاره بهر راووتلو او مونږ گڼو چې زمونږ کالج به دجنگيالو يو هدف وي.
هغې وويل دملالې يوسفزۍ په عکسونو دکاڼو دورونکو ملگرتيا يې ځکه کړې ده چې هغې هيواد پريښى او بهر اوسيږي، مونږ غريب خلک يو، مونږ ددغسې کولو توان نۀ لرو او مونږ ته به تکليف راکول کيږي.
دسيمه ييزې حکومت يو چارواکي نيازعلي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل احتجاج کوونکې طالب علمانې زياتې غصه دي او دطالبانو دبريد وروستو دچارواکو لخوا دکالج په ديوال اودرول شوى عکس يې شلولى.
کله چې مونږ حکومت ته دهغوي دغوښتنې درسولو غوښتنه وکړه نو احتجاج يې ختم کړو.
يوې طالب علمې مهر نور وويل ملاله خپله برطانيه کې ده نورې جينکۍ به په سوات کې وي، که چرې هغه بيرته پاکستان ته نۀ راځي نو بيا ددغه کالج دهغې په نوم کولو ته څه ضرورت ؤ؟