لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قومي اسمبلۍ بره دير کې دپوځي افسرانو دوژنې غندنه کړې


میجرجنرل ثناالله خان
میجرجنرل ثناالله خان
دپاکستان قومي اسمبلۍ ديو متفقه قرارداد له لارې تيره ورځ دخيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ پوځي مشرانو دوژنې غندنه کړې اؤ په حکومت يې هيواد څخه دترهه گرۍ دخاتمې لپاره ټينگار کړى.
ميجر جنرل ثناء الله نيازى ، ليفټننټ کرنل توصيف اؤ يو بل عسکر دخيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې داتوار په ورځ هاغه مهال دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوي وؤ، کله چې جنرال ثناء الله په يو گاډي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپوسټونو ددورې کولو وروستو بيرته راستنيدو.
دپاکستاني طالبانو تحريک په پوځي افسرانو ددغه حملې ذمه واري په داسې حال کې په غاړه اخستې چې تيره اوونۍ اسلام اباد کې ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې وفاقي حکومت ته دوسلو والو ډلو په ضد دطاقت پځايې دخبرو اترو پيل کولو تجويز ورکړل شوى اؤ طالبانو ددغه وړانديز هرکلى هم کړى ؤ.
دنهې په ورځ داسپيکر اياز صادق په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې دپارليماني چارو په اړه دمملکت وزير شيخ افتاب احمد قرارداد وړاندې کړى اؤ په متفقه توگه منظور کړل شوى دى.
قرارداد کې وئيل شوي دي چې دا ايوان بره دير کې دميجر جنرل ثناء الله، ليفټننټ کرنل توصيف ، لانس نائيک عرفان دوژنې اؤ په پوځي ځوانانو دحملو غندنه اؤ دهغوي دکورنو سره دخواخوږۍ څرگندونه کوي
قرارداد کې وئيل شوي دي چې ايوان دوژل شوؤ عسکرو دکورنو سره دخواخوږۍ څرگندونه کوي اؤ دپاکستان دوسله والو پوځونو جرائت ستائي اؤ ژمنه يې کړې ده چې دهيواد دتحفظ هڅو کې به دهغوي سره ولاړ وي.
بلخوا دنهې په ورځ طالبانو په ډاگه کړې ده چې هغوي دپوځ سره اوس هم په جگړه بوخت دي ، ځکه چې امن خبرې اترې به لا شروع کيږي اؤ پوځ دهغوي په ضد گڼې کارروايۍ کوي.
دطالبانو لخوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې بره دير کې دطالبانو لخوا دپوځي افسرانو دوژنې دذمه وارۍ قبلولولو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر په سختو ټکو کې خبردارى ورکړى ؤ تندلارو ته به دپوځ دامن خبرو اترو دملاتړ کولو دعمل څخه دگټې پورته کولو اجازت ورنۀ کړل شي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد ديو نامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې جنگ روان دى، دا جنگ حکومت شروع کړى ؤ اؤ هم هغوي ته به يې خاتمه کول وي
طالبانو سره دامن خبرو اترو دشروع کولو په اړه دوزيراعظم دوړانديز تقريباً ټولو سياسي گوندونو ملاتړ کړى، خو څيړونکي وائي بره دير کې دپوځي افسرانو دوژنې دپيښې سره په ممکنه توگه دامن دغه عمل ته سخته ضربه رسيدلې ده.
دطالبانو وياند وائي چې دامن خبرو اترو لپاره مونږ سره هيچا رابطه نۀ ده کړې، کومه قبائيلي جرگه مونږ پورې نۀ ده رارسيدلې، که چرې هغوي( حکومت) جگړه ختمول غواړي نو ورته به داوربند اعلان کول وي
طالبانو داتوار په ورځ دمذاکراتو لپاره دوه شرطونه مخې ته راوړي وؤو چې پکې قبائيلي سيمو څخه دپوځ بيرته رابلل اؤ دهغوي دبندي ملگرو خوشې کول شامل وؤ.
خو دپاکستان پوځ ټينگار کوي چې هغوي به طالبانو دخبرو اترو لپاره شرطونو ايښودو ته نۀ پريږدي.
کله چې دټي ټي پي دوياند څخه پوښتنه وشوه چې دپوځي افسرانو دوژنې لپاره دترسره شوي بريد وروستو هغوي دمستقبل لپاره څه پلان لري نو هغه وويل مونږ به ددغه حملې پشان په پوځ دبريد کولو يوه موقع هم دلاسه نۀ ورکوؤ
له دې وړاندې چې دحکومت لخوا طالبانو سره کوم تړونونه شوي، هغه ډير لږ وخت پس مات شوي اؤ په حکومت نيوکې شوي چې په دغسې کولو سره تندلارو ته دتازه حملو لپاره دبيا منظم کيدو موقع ورکولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG