لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په شکمنو ترهه گرو مقدمو چلولو لپاره دځانگړو عدالتونو جوړولو منظوري


دجمعې په ورځ دپاکستان وفاقي کابينې اسلام اباد کې دجوړې شوې يوې غونډې په مهال دترهه گرۍ دمخنيوي د ايکټ مسوده کې دوړانديز کړل شوؤ بدلونونو منظوري ورکړې ده اؤ دغه مجوزه ترميمونه به دغوڅې منظورۍ لپاره پارليمنټ ته وړاندې کولى شي.
قانوني ماهران وائي چې په پاکستان کې خلک دخطرو له امله دترهه گرو په ضد دگواهۍ ورکولو لپاره عدالتونو ته وړاندې کيدو څخه ويريږي اؤ دغسې دثبوتونو دنشتوالي په وجه عدالتونه دترهه گرۍ پيښو کې ککړ کسان خوشي کوي
خو اوس به عيني شاهدانو اؤ سرکاري وکيلانو ته دترهه گرۍ په اړه کيسونو کې تحفظ ورکولى شي اؤ دترهه گرۍ معاملو کې دککړو شکمنو کسانو څخه دتپوس پوښتنو په مهال به داستخباراتي اؤ امنيتي ادارو ملاتړ ترلاسه کيدى شي.
دوفاقي کابينې غونډه دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دوزيراعظم ميا محمد نواز شريف په مشرۍ شوې ده چې پکې دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد دترهه گرۍ دمخنيوي قانون کې دبدلون سفارشونه وړاندې کړل اؤ دغور وروستو يې منظوري ورکړل شوې ده.
په دغه بدلونونو کې دا خبره هم شامله ده چې دترهه گرۍ پيښو کې دککړو شکمنو کسانو دمقدمو لپاره به ځانگړي عدالتونه جوړولى شي اؤ امنيتي ځواکونو ته به دملزمانو څخه تر ډيره وخته دتپوس پوښتنو کولو لپاره دريوؤ مياشتو پورې دملزمانو په بند کې دساتلو اختيار وي اؤ اؤ دهغوي دغه بند به په کومه محکمه کې چيلنج کيدلى هم نۀ شي.
اوس به دترهه گرۍ متعلق کيسونو کې برقي ثبوتونه هم منلى شي اؤ ناقرارو سيمو کې دامنيت دبحالۍ لپاره به امنيتي ځواکونو ته زيات اختيارات ورکولى شي.
دترهه گرو، هدفي وژونکو، تښتونکو اؤ قلنگ خورو په ضد روانه مياشت کې کراچې کې دعملياتو پيل کولو دمنظورۍ په مهال دښار ددورې په موقع وزيراعظم ميا نواز شريف دترهه گرۍ دستونزې په موثره ډول دمخنيوي لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي قوانينو کې دبدلون اشاره ورکړې وه.
له دې وړاندې هيومن رائټس کميشن اف پاکستان وئيلي وؤ چې دسږکال په لمړو شپږو مياشتو کې کراچۍ کې هدفي حملو کې نزدې ١٨٠٠ کسان وژل شوي.
دکابينې دغونډې په مهال وزيراعظم نواز شريف کراچۍ کې دامنيت دټينگښت لپاره په روانو عملياتو داطمينان څرگندونه کړې ده اؤ هيله يې څرگنده کړې چې ددغه کارروايۍ به مثبتې نتيجې را اوځي.
په تير وخت کې به امنيتي ادارو ته يواځې په هاغه صورت کې دگولۍ چلولو اجازت ؤ چې په هغوي به گولۍ وچلولى شوه ، خو اوس به ددغه وړانديز کړل شوې مسودې لاندې امنيتي ادارو ته ترهه گرۍ کې په ککړ تن دگولۍ چلولو اختيار ترلاسه شي اؤ پلټنيزې ادارې به ملزمان د٣٠ؤ پځايې تر ٩٠ ورځو پورې په بند کې ساتلى شي.
دکابينې غونډه کې دمنظور کړل شوؤ بدلونونو ترمخه اوس به دامنيتي ځواکونو اؤد قانون نافذونکو ادارو دچارواکو گواهي هم عدالت کې دمنلو جوگه وي اؤ کوم عسکر چې کوم ملزم نيسي ، هم هغه به دگواهۍ لپاره عدالت ته وړاندې کيږي.
له دې وړاندې به دپاکستان عدالتونو کې دترهه گرۍ مقدمو کې دامنيتي ځواکونو اؤ قانون نافذونکو ادارو دعسکرو گواهي نۀ منل کيده.
ترميمي ايکټ کې دځانگړو عدالتونو جوړولو منظوري هم ورکړل شوې ، کوم چې به ددريوؤ مياشتو دننه دترهه گرۍ دمقدمو پريکړې کوي.
ترميمي ايکټ کې ترهه گرو لپاره دمالي مرستې ورکولو ترڅنگ دغه لړ کې په موبائيل پيغام ليږونکو ته هم دسزا ورکولو وړانديز شوى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG