لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان کې له امریکې پاتې وسلې د پاکستان امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي: د پاکستان خارجه دفتر ویاند
تازه خبر

افغانستان کې له امریکې پاتې وسلې د پاکستان امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي: د پاکستان خارجه دفتر ویاند


File Photo
File Photo

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر د ویاند ښاغلي شفقت علي خان ویلي چې افغانستان کې له امریکې پاتې شوې وسلې د پاکستان اؤ ددې هیواد د وګړو د تحفظ اؤ امنیت لپاره د ژورې اندېښنې سوب دي.

ډان نیوز وایي، د بهرنیو چارو د دفتر ویاند د امریکې له لوري افغانستان کې د پاتې شوؤ عصري وسلو د ستنولو په اړه د میډيا پوښتنو ته غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې په اګست کال ۲۰۲۱م کې کله امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتل نو خپلې عصري وسلې یې هم هلته پرېښې وې.

د خارجه دفتر ویاند ویلي دي چې له امریکې پاتې شوې دغه عصري وسلې اوس وسله واله ډله ټي ټي پي اؤ نور ترهګر تنظیمونه پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره استعمالوي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې له امریکایي ځواکونو افغانستان کې په پاتې شوؤ عصري وسلو اندېښنې ښودلي اؤ تورونه یې لګولي دي چې دغه وسلې اوس په خلاص مارکیټ کې پلورل کیږي اؤ د ټي ټي پي اؤ نورو ترهګرو ډلو حتی د پاکستان د کچې سیمې ډاکوانو ته هم په لاس ورغلې دي.

خو په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نزدې څو کرته د پاکستان دا ادعاوې رد کړي اؤ دریځ لري چې له بهرنیو ځواکونو افغانستان کې پاتې وسلې اؤ مهمات د "اسلامي امارت "په ولکه کې خوندي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ویلي دي پاکستان په دې اړه د افغان طالبانو له حکومت پرله پسې غوښتنې کړي چې باید باوري کړي دغه وسلې ناسمو لاسونو ته ونه لوییږي اؤ په دې هکله دې ټول ضروري ګامونه واخلي.

د امریکا نوي صدر ډانلډ ټرمپ روانه میاشت د خپلې سوګند دستورې نه یوه ورځ وړاندې په واشنګټن کې د وینا پر مهال د بایډن په انتظامیې نیوکه کړې وه او ویلي یې وؤ چې بایډن د افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د انخلا نه پس، هغه هېواد کې "په بلینونو ډالر" پوځي سامانونه پرېښودل.

ټرمپ ویلي وؤ "مونږ خپل ټول پوځ پیاوړی کړ، او بیا هغو (د بایډن انتظامیې) د دې پوځ په بلینونو ډالر طالبانو ته ورپېښودل. هغوی زمونږ پوځي سامانونه، یوه غټه برخه یې، زمونږ دښمنانو ته ورکړه."

ټرمپ، چې لا یې د صدارت سوګند نه و پورته کړی پخپله وینا کې یې ویلي وؤ "آیا تاسو خبر یاست چې مونږ هر کال افغانستان ته په بلینونو ډالر ورکوو؟ څوک پوهېږي؟ زه وایم که چېرته مونږ هغو (طالبانو) ته د کاله په بلینونو ډالر پیسې ورکوو، نو هغو ته ووایاست چې مونږ به دا پیسې ورنکړو تر هغو چې دوی زمونږ پوځي سامانونه بېرته رانکړي."

د طالبانو د حکومت نایب ترجمان، حمدالله فطرت تېره میاشت ویلي و: "حقیقت دا دی چې امریکا نه صرف دا چې اسلامي امارت ته یې یوه روپۍ هم نده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو په بلینونو ډالر یې قبضه او منجمد کړي دي."

فطرت ویلي چې د طالبانو حکومت "د امریکا څخه د کومې مرستې توقع نلري او نه یې هم کله غوښتنه کړې ده."

په تېرو څه باندې درې کلونو کې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي دي، د افغانستان خلکو ته تر ټولو زیاتې بشري مرستې امریکا کړې دي.

خو ډونالډ ټرمپ په دویم ځل د اقتدار سمبالولو نه یوه ورځ وړاندې ویلي وؤ"طالبانو ته به یو څو ډالره ورکړو، خو خپل پوځي سامانونه بېرته غواړو."

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان نه دې ټول امریکایي پوځي سامان بېرته وغوښتل شي، او یا دې د هغو د واپس کولو دپاره افغانستان ته ځواکونه واستول شي.

هغه دا هم ویلي وؤ چې که بیا صدارت ته ورسېږي، د طالبانو سره به یوه تجارتي معامله وکړي او د کابل شمال پلو، د بګرام پوځي هوایي اډې کنټرول به بېرته ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG