لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحزب اختلاف د مشر لخوا دټول گونديز کانفرنس په ځنډولو انديښنه


په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دقومي سلامتۍ په اړه دمجوزه ټول گونديز کانفرنس دځنډولو په فيصله دانديښنې څرگندونه کړې ده.
پارليمنټ هاؤس کې خبريالانو سره خبرو کې خورشيده شاه وويل ددغه غونډې په رابللو کې ځنډ دخلکو په ذهنونو کې شکونه راولاړ کړي دي.
هغه په حکومت ټينگار کړى چې دغه غونډه دې زر تر زره راوغواړي ، ځکه چې دهغه په قول موجوده وخت کې بدامني دپاکستان تر ټولو ستره ستونزه ده.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې دپاکستان تحريک انصاف دمشر عمران خان هيواد څخه بهر تگ ددغه غونډې په رابللو کې ممکنه ځنډ کيدى شي، خورشيد شاه وويل دقومي سلامتۍ معامله په يو فرد پسې تړل نۀ دي پکار.
دهغه وينا وه پکار وه چې عمران خان برطانيې ته دخپل سفر پځايې ټول گونديز کانفرنس کې برخې اخستو ته ترجيح ورکړى وى.
څو ورځې دمخه په ميډيا کې خپور شوي يو راپور کې وئيل شوي ؤ چې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف عمران خان ته په ټول گونديز کانفرنس کې دگډون بلنه ورکړې وه، خو هغه ددغه غونډې مخالفت کړى ؤ اؤ په ډاگه کړې يې وه چې دتيرو څو کلونو په مهال دغسې گڼې غونډې شوي دي ، چې هيڅ نتيجه يې نۀ ده راوتلې دغه غونډه به هم ددغه لړۍ يوه کړۍ وي
دروانې مياشتې په پيل کې دوزيراعظم دفتر په رسمي ډول اعلان کړى ؤ چې دغه غونډه به په ١٢ جولايۍ ترسره کيږي اؤ دپاکستان داخله وزير چوهدري نثار علي خان غونډه کې دگډون لپاره دسياسي گوندونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده.
خو حکومت وروستو خپله فيصله بدله کړه اؤ وې وئيل چې ١٢ جولا ئي يواځې مجوزه نيټه وه اؤ دغه غونډه دپي ټي ائي دمشر پشمول دځينو مشرانو دغيرموجودگۍ له امله ځنډول شوې.
داخله وزير دټيليفون له لارې دجماعت اسلامي مشر منور حسن، دپاکستان مسلم ليگ(ق) مشر چوهدري شجاعت حسين، په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دپي پي پي مشر خورشيد احمد شاه، دمتحده قومي موومنټ مشر فاروق ستاق، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزي اؤ دبلوچستان نيشنل پارټۍ مينگل مشر سردار اختر مينگل ته بلنه ورکړې ده.
دحزب اختلاف مشر په ميډيا مخې ته دراغلي ايبټ اباد رپورټ په انکشافاتو دتبصرې څخه ډډه وکړه اؤ وې وئيل چې دهغه لپاره دا مناسبه خبره نۀ ده چې په داسې راپور تبصره وکړي کوم چې ورته په رسمي ډول نۀ دى ورکړل شوى.
هغه غوښتنه وکړه چې بايد په حساسه معامله منظرعام ته ددغه راپور دراتللو تحقيقات دې وکړل شي.
دميډيا راپورونو ترمخه دترهه گرۍ دمخنيوي په مجوزه تگلاره کې حکومت ته مشوره ورکړل شوې چې دهاغو ترهه گريزو ډلو سره دپخوانو نيول شوؤ ترهه گرو اؤ پخوانو جنگيالو په ذريعه مذاکرات پيل کړل شي چې دتشدد پريښودو ته راضي وي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG