لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: افغان طالبانو ته به فیصله کول وي چې د ټي ټي پي وسله وال موږ ته سپاري که پخپله یې پرضد ګامونه اخلي


Anwar ul Haq Kakar
Anwar ul Haq Kakar

د پاکستان نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ یو ځل بیا په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت تورن کړی چې پخپله خاوره کې یې د ټي ټي‌ پي ترهګرو ته پناه ورکړې ده اؤ وایي هغوي (افغان طالبان) ښه خبر دي چې ټي ټي پي چرته نه دپاکستان پرضد فعالیتونه کوي.

دپاکستان د جیو نیوز ټیلي ویژن په جرګه نومې پروګرام کې دخبرو په مهال ښاغلي کاکړ ویلي ،دا پرېکړه به اوس افغان طالبانو ته پخپله کول وي چې د ټي ټي پي وسله وال موږ ته سپاري که پخپله یې پرضد ګامونه اخلي.

نګران وزیراعظم ښاغلي کاکړ د تېرې څه مودې راهسې پرله پسې په افغانستان ترهګرو ته د پناه ورکولو د تورونو لړۍ چټک کړې ده اؤ ددې ترڅنګ یې هیواد نه په ناقانونه توګه دمیشت افغان کډوالو دشړلو لړۍ هم پېل کړې ده چې د څېړونکو په نظر د اسلام اباد اؤ کابل اړېکې ورسره سختې زیانمنې شوې دي.د جیو نیوز دغه ټاک شو چې ټاکل شوې ده نن (یکشنبه) ماسخوتن به خپریږي پکې نګران وزیراعظم ویلي ټي ټي پی د منځنۍ ایشیا په ریاستونو کې نه بلکې د افغانستان په خاوره کې موجوده ده.

خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا پرله پسې دا تورونه ردوي چې ګنې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له دغه ځایه دپاکستان پرضد فعالیتونه کوي.

دطالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نګران وزیراعظم تورونو ته په غبرګون کې تېره اوونۍ ویلي وؤ ټي ټي پي د پاکستان خپله کورنۍ مسله ده اؤ اسلام اباد باید خپلې ذمه وارۍ د کابل غاړې ته وا نه چوي،

ښاغلي کاکړ د جرګه پروګرام کوربه سلیم ساپي سره مرکه کې دافغان طالبانو دا دعوه بې ځایه بللې ده چې ګنې ټي ټي پي په افغانستان کې نشته .

هغه ویلي ،دوه کاله مخکې چې د مذاکراتو په نوم کومه ډرامه راجوړه کړل شوې وه نو د ټي ټي پي کسانو پکې پخپله په کابل کې برخه اخستې وه.

نوموړي ویلي دا خبره پاکستان دپاره د زغم نه ده چې دافغانستان د خاورې نه دې دپاکستان پرضد فعالیتونه کیږي اؤ افغان طالبان دې دهغې یوازې تماشه کوي.
تر دې وړاندې چهارشنبې په ورځ د مارګله ډیالوګ تر عنوان لاندې د اسلام اباد د پالیسۍ د څیړنې انستیتوت (IPRI) له خوا یوې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې ښاغلي کاکړ ویلي وؤ د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې به هغه مهال ښې شي چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت جوړ شي.

د کاکړ دغو څرګندونو ته په ځواب کې دطالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ د کابل اؤ اسلام اباد اړېکې هغه وخت ځای ته راتلی شي چې اسلام اباد کې یو د سالم فکر قیادت وي.

دا وړومبی ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا دپاکستان له لوري په دغه هیواد کې د یو مشروع حکومت د رامنځته کېدو غږ په داسې حال کې راپورته شوی دی چې په پاکستان کې یو منتخب پارلیمان وجود نه لري.

په نګران حکومت دملک دننه د بیلابیلو سیاسي ګوندونو له لوري سخت ټکونه هم روان دي چې ددې لنډ مهاله حکومت ذمه واري د کډوالو د ویستلو په څېر د مهمو دپرېکړو یا دافغانستان لپاره د تګلارې ټاکلو نه ده بلکې یوازې انتخابات کول یې مینډيټ یا صلاحیت دی.زیاتره څېړونکي په پاکستان دا نیوکې هم کوي چې تل یې په افغانستان کې د حکومتونو پځای د وسله والو ډلو سره خپلې اړیکې پاللي دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان د ملي جمهوري غوورځنګ ګوند مشر ښاغلي محسن داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ،کله چې په اګست کال 2021م کې طالبانو د خلکو په رایې رامنځته شوی د اشرف غني منتخب حکومت له واکه وغورځولو اؤ په زوره یې په حکومت قبضه وکړه نو هغه مهال پاکستان کې د طالبانو په "فتح" د خوشحالۍ جشنونه نمانځل شوي وؤ اؤ دپاکستان د هغه وخت وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ" افغانستان نن د غلامۍ زنځیرونه وشلول"

هغه وایي وروسته چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بهیر یو وارې بیا چټک شو نو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې په واکمنو طالبانو نیوکې پېل کړې چې دپاکستان مخالف وسله وال تنظیم ټي ټي‌ پي ته یې دافغانستان په خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه په پاکستان د بریدونو منصوبې جوړوي.

محسن داوړ وایي تر پرونه چې دوي(پاکستان) دافغانستان طالبان دکابل پرضد استعمالول نو هغوي ورته ښه ښکاریدل خو نن چې هغوي پاکستاني طالبانو ته پخپله غېږه کې ځای ورکړی دی نو اوس ورته بد ښکاري.د محسن داوړ په خبره "ترهګر ، ترهګر وي په هغوي کې ښه اؤ بد نه وي خو دلته دخپلو ګټو لپاره د "ګډ" اؤ بېډ" طالبانو اصطلاح هم رامنځته کړل شوه"

په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".

کاکړ زياته کړې وه"طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول"

د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ رسنیو ته ویلي وؤ، پاکستان دې ته لیواله دی چې د افغانستان لنډ مهاله حکومت باید د ټي ټي پي پرضد کوټلي ګامونه واخلي اؤ د پاکستان امنیت ته ګواښونه راولاړوونکې دغه وسله واله ډله باید له مینځه یوسي.

افغان طالبان دریځ لري چې دافغانستان د خاورې نه دپاکستان پرضد هیڅ رقم فعالیتونه نه کیږي خو پاکستان بیا وایي چې دافغانستان د خاورې نه پاکستان کې د کیدونکې ترهګرۍ ثبوتونه یې هم وخت په وخت په افغانستان واکمنو طالبانو ته ورکړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG