لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روېټرز: د پاکستان وزیراعظم غواړي چې پارلېمنټ دې د اګست د نهمې نېټې پورې تحلیل کړی شي


د پارلېمنټ دوو غړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام یې د شهبازشریف په کوربتوب ډنر یا د ماښام په ډوډۍ کې شرکت کړی روېټرز ته وویل چې شهباز شریف خپل اتحادیان په اعتماد کې واخیستل ورته يې وویل چې د اګست په نهمه نېټه به د پارلېمنټ د تحلیل کېدو غوښتنه کوي
د پارلېمنټ دوو غړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام یې د شهبازشریف په کوربتوب ډنر یا د ماښام په ډوډۍ کې شرکت کړی روېټرز ته وویل چې شهباز شریف خپل اتحادیان په اعتماد کې واخیستل ورته يې وویل چې د اګست په نهمه نېټه به د پارلېمنټ د تحلیل کېدو غوښتنه کوي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وړاندیز کړی چې پارلېمڼت دې د خپل پېنځه کلن مېعاد پوره کولو نه درې ورځې مخکې د اګست د نهمې نېټې پورې تحلیل کړی شي، دا خبر روېټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ‌ د سیاسي سرچینونو له قوله ورکړو.

د رپورټ ترمخه، پارلېمنټ د تحلیل کېدو په نتیجه کې به د نومبر د میاشت پورې د نوو عامو انتخاباتو لاره هواره شي.

روېټرز په خپل رپورټ کې وویل چې پاکستان کې نوي انتخابات به په داسې حال کې کېږی چې داسې ګنګوسې وې چې د تېرو څو میاشتو راهسې سیاسي او اقتصادي مسلې ممکنه ده چې د ۲۲۰ مېلین ابادۍ یو داسې ملک انتخاباتو وځنډوي چې په اېټمي وسله سنبال.

د پارلېمنټ دوو غړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام یې د شهبازشریف په کوربتوب ډنر یا د ماښام په ډوډۍ کې شرکت کړی روېټرز ته وویل چې شهباز شریف خپل اتحادیان په اعتماد کې واخیستل ورته يې وویل چې د اګست په نهمه نېټه به د پارلېمنټ د تحلیل کېدو غوښتنه کوي او اقتدار به عبوري حکومت ته حواله کوي چې د انتخاباتو انتظام وکړی.

د پارلېمنټ پېنځه کلن مېعاد د اګست په ۱۲ نېټه سر ته رسېدونکی دی.

د پارلېمنټ یو غړي روېټرز ته وویل چې پارلېمنټ د تحلیل کولو او د عبوري حکومت د جوړولو په اړه به شهباز شریف د خپلو اتحادیانو سره هم صلاح مشوره کوي.

د اطلاعاتو وزارت حکومتي دریځ معلومولو دپاره د روېټرز خواست ته جواب نه ونه وېلو.

که پارلېمنټ د خپل مېعاد نه مخکې تحلیل شي نو نګران عبوري حکومت به په نوي ورځو کې د نوو انتخاباتو بندوبست کوي او که چېرې پارلېمنټ په خپل وخت د مېعاد سره سم تحلیل شي نو په داسې صورت کې نګران حکومت به د تازه انتخاباتو بندوبست په ۶۰ ورځو کې کوي.

تېرکال د اپرېل په میاشت کې د عدم اعتماد دلارې د پخواني وزیراعظم عمران خان د حکومت ختمېدو نه پس د شهبازشریف په وزیراعظمۍ کې مخلوط حکومت جوړ شو چې مختلفې پارټۍ په کې شاملې دي.

حکومت د وېستل کېدو راهسې عمران خان غوښتنه کوي چې اینده انتخابات دې د وخت نه مخکې وکړی شي. د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د دغو غوښتنو په لړ کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند مظاهرې هم کړي دي او د سږ کال د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په سر د پوځ او د پي ټي ايي ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

رپورټ وايي عمران خان په پوځ الزام لګوي چې سازش دلارې يې هغه د اقتدار نه لرې کړی خو پوځ، چې د پاکستان د تاریخ نیمايي برخه يې په ملک حکومت کړی، د عمران خبره ردوي. روېټرز وايي په تېرو هفتو کې د پي ټي ايي خلاف حکومت اقدامات کړي دي او څېړونکي وايي پوځ د دغو اقداماتو حمایت کړی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG