لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې دپوليو په ډله بريد کې پوليس عسکر وژل شوى


سږ کال د جنورۍ په میاشت کې پاره چنار کې د پولیو وژل شوې کاروکونکې جنازه ادا کولی شي
سږ کال د جنورۍ په میاشت کې پاره چنار کې د پولیو وژل شوې کاروکونکې جنازه ادا کولی شي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دشورو په ورځ وسله والو دپوليو په يوه ډله ډزې کړي چې له امله يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.
د مردان په پارهوتي کې دپوليو په ډله دنامعلومو وسله والو ددغه بريد وروستو په سيمه کې دپوليو مهم اودرول شوى دى.
ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچونکو ډله په دغه بريد کې محفوظه پاتې شوې.
دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو اچونکو ډلوله دې وړاندې هم دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې بريدونه شوي چې دغه شان يو بريد دفرورۍ په مياشت کې هم دمردان په شيخ ملتون ټاؤن کې شوى ؤ.
دتيرکال په وروستيو کې دپاکستان په کراچۍ، پيښور، چارسده اؤ نوښار سيمو کې دپوليوډلو د٩ؤ کارکوونکو دوژل کيدو وروستو دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې ددغو ډلو دحفاظت لپاره دحکومت له لوري پوليس عسکر گمارل شوي دي.
خو ددې باوجودهم دپوليو دمخنيوي په ډلو دوسله والو لخوا بريدونه ترسره کيږي اؤ دجنورۍ په ٢٩مه نيټه هم دخيبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې دپوليودمخنيوي په ښځينه کارکوونکو بريد کړى، په دغه بريد کې هم يو پوليس عسکر وژل شوى ؤ.
دملگرو ملتونو ترمخه پاکستان کې ٢٠١١م کې دپوليو ١٩٨ کيسونه مخې ته راغلي ، چې ديوې لسيزې څخه په زياته موده کې مخې ته راغلې تر ټولو زياته شميره وه اؤ دغه دنړۍ دکوم هيواد په پرتله تر ټولو زيات کيسونه وؤ.
د پاکستان، افغانستان اؤ نائجيريا شمير په هاغو څو هيوادونو کې کيږي چرته چې دپوليو ناروغي اوس هم موجوده ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG