لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو ٣ نورو کاروکونکو وژل کیدو ورستو پاکستان د پولیو مهم ځنډول شوی


کراچۍ کې د هاغه کارکونکې مړی چې د نهې په ورځ کراچۍ کې د پولیو خلاف مهم کې يي ماشومانو ته څاڅکې ورکول خو په دغه مهال پې حمله ووشوه
کراچۍ کې د هاغه کارکونکې مړی چې د نهې په ورځ کراچۍ کې د پولیو خلاف مهم کې يي ماشومانو ته څاڅکې ورکول خو په دغه مهال پې حمله ووشوه
پاکستان کې جاري دپوليو دمهم په وروستۍ ورځ هم دپوليو دمخنيوي په ډلو بريدونه ترسره شوي چې پکې ديوې ښځينه کارکوونکې پشمول دوه کسان وژل شوي او يو بل سخت ژوبل شوى دى.
دخيبرپښتونخوا په پيښور، نوښار او چارسده سيمو کې ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو ورکوونکو ډلو ترسره شوؤ ددغو بريدونو وروستو دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) خپلې عملې ته په پاکستان کې دکار اودرولو امر کړى.
دشورو په ورځ دپوليو دمخنيوي په ډله دخيبرپښتونخوا د چارسدې په بټگرام سيمه کې ترسره شوي يو بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې او دپروگرام يو ډرائيور وژل شوي دي.
هم دچارسدې په ډهيرۍ زرداد سيمه کې هم ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو دورکوونکو ښځو دويرولو لپاره هوائي ډزې شوي دي.
لوړپوړي حکومتي چارواکي سيد ظفرعلي شاه وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا په چارسده سيمه کې هم دپوليو په دوؤ نورو ډلو بريدونه شوي خو پکې چاته څه رقم زيان نۀ دى اوښتى.
له دې وړاندې داسې راپورونه ترلاسه شوي وؤ چې چارسده کې دنامعلومو وسله والو لخوا دپوليو په ډله بريد کې يو لاروى ژوبل شوى دى.
دبريد د ابتدائي معلوماتو ترلاسه کيدو وروستو دچارسدې اي ډي او وئيلي وؤ چې سيمه کې به دپوليو په ضد دمخنيوي مهم دوامداره وي او زياته کړې يې وه چې په دغسې بريدونو کولو سره به حکومتي اراده نۀ کمزورې کيږي.
په عين حال کې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوليو په يوه ډله ترسره شوي يو بريد کې يو رضاکار ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوى دى.
دغه بريد دپيښور په خزانه سيمه کې هاغه مهال رامينځته شو کله چې نامعلومو وسله والو دپوليو په يوه ډله ناتاره ډزې پيل کړې.
دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دپوليو دمخنيوي په ډلو ددغو بريدونو وروستو ورلډ هيلتهـ ارگنائزيشن( ډبليو ايچ او) خپلې عملې ته په پاکستان کې دکار اودرولو امر کړى.
ډبليو ايچ او وائي تر راتلونکو هداياتو پورې دې عمله(پاکستان کې) خپل کار اودروي.
تر دې مهاله ددغو بريدونو مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.
دنهې په ورځ هم پيښور او کراچۍ کې دپوليو دمخنيو په ډلو دنامعلومو وسله والو له لوري بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې پينځۀ ښځينه کارکوونکې وژل شوې وې.
بلخوا دشورو په ورځ اى پي پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دنهې په ورځ دپوليو دمخنيوي په ډلو دترسره شوؤ بريدونو مسؤليت په غاړه اخستى.
دافغانستان او نائجيريا ترڅنگ پاکستان هم هاغه هيواد دى چې پکې دپوليو ناروغي په مکمل ډول نۀ ده ختمه شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG