د حکومت مخالف پاکستان مسلم ليګ گوند یو مشر ويلي د تحريک انصاف د حکومت د غلطو پاليسو له کبله هېواد د سختو معاشي ستونزو سره مخامخ دی نو ځکه د نوي حکومت د انتخاب دپاره دې د منځنۍ مودي انتخابات وشي.
بلخوا د وزیراعظم عمران خان د حکومت یوې بلې مخالفې ډلې پاکستان پيپلزپارټۍ یو مرکزي مشر دا خبره رد کړې چې گنې گوند یې د عمران خان حکومت نسکورول غواړي.
د سند سکهر ښار کښي ميډيا سره د خبرو په وخت د پاکستان پيپلز ګوند خورشيد شاه وویل گوند یې د حکومت د غورځولو اراده نه لري او د جمهوري نظام په حق کښې دی خو د بده مرغه دلته په جمهوريت کښي هم آمريت روان دې.
خورشيد شاه وویل په پاکستان کښي د مسلو بنيادي وجه د اوږدې مودې پوځي حکومتونه دي.
خورشيد شاه د حګومت د نه غورځولو په اړه بیان په داسې حال کې ورکړی دی چې د پاکستان پيپلز گوند مشر آصف علي زرداري ميډيا نه د حکومت د نسکورولو په لړ د مرستو غوښتنه کړې وه.
بلخوا پاکستان مسلم ليگ يو مشر احسن اقبال ویلي د موجوده حکومت د غلطو پاليسو له وجې هېواد د سختو معاشي ستونزو سره مخامخ شوی دی او د مسلو ختمولو واحد حل د منځنۍ مودې انتخابا ت دي ځکه چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د ولس په ووټونو نه بلکه د چه په خواهش جوړ شوې دې.
موجوده حکومت دعوې کوي چي د خو معاشي پالیسو گټې به زر ولس وويني.