لاس رسیدونکی لینک

 
د١٠٠ؤ روپو په لوټ اسمبلۍ ته رسيدلى غړى فريد خان چا، ولې ووژلو؟
تازه خبر

د١٠٠ؤ روپو په لوټ اسمبلۍ ته رسيدلى غړى فريد خان چا، ولې ووژلو؟


Peshawar KP Assembly 3
Peshawar KP Assembly 3
دگل په ورځ دنامعلومو وسله والو له لوري دوژل شوي خيبرپښتونخوا اسمبلۍ دغړي فريد خان تعلق ديوې غريبې کورنۍ سره ؤ اؤ هغه ته نزدې سرچينې وائي صوبائي اسمبلۍ ته دهغه رسيدل دمال، دولت په اساس نۀ بلکې يواځې دهغه داولسي محبوبيت په بنياد ممکن شوي وؤ.
دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ نوى منتخب شوى غړى فريد خان دگل په ورځ دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې دنامعلومو وسله والو لخوا په يو قاتلانه بريد کې وژل شوى اؤ په دغه بريد کې دهغه ډرائيور اؤ ساتونکى ژوبل شوي دي.
په 11 مئ پاکستان کې شوؤ عامو انتخاباتو کې فريد خان دپي کى – 42 څخه د16,129ؤ ووټونو په ترلاسه کولو دجمعيت علماء اسلام(ف) مخوريز اميدوار اؤ دوه ځله دصوبائي اسمبلۍ غړي پاتې شوي عتيق الرحمان ته ماتې ورکړې وه، عتيق الرحمان دفريد خان په مقابله کې 12,680 ووټونه ترلاسه کړي وؤ.
فريد خان په عامو انتخاباتو کې دازاد اميدوار په توگه کاميابي ترلاسه کړې وه ، خو وروستو يې په خيبرپښتونوا کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف کې گډون اختيار کړى ؤ.
دپاکستان تحريک انصاف دخيبرپښتونخوا صوبې ستر سکتر اؤ دصوبائي اسمبلۍ غړي شوکت يوسفزئ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وئيلي دي فريد خان پي ټي ائي کې دشامليدو دپاره يواځې يو شرط ايښودى ؤ اؤ هغه دا چې حکومت به دهغه حلقې ته ترقي ورکوي.
ښاغلي يوسفزي وويل دنوموړي وژنه يو افسوس ناک عمل دى اؤ په دغه پيښه کې که هر څوک لاس لري ، تحريک انصاف يې په سختو ټکو کې غندنه کوي.
کله چې دشوکت يوسفزئ څخه وپوښتل چې ستاسو گوند خو طالب پلوه گڼل کيږي، بيا ولې تندلاري دتحريک انصاف غړي وژني؟، ښاغلي يوسفزي وويل تر دې مهاله دا نۀ ده په ډاگه شوې چې فريد خان طالبانو وژلى اؤ که نورو نامعلومو خلکو.
هغه وويل نۀ گڼي چې طالبان به دفريدخان په وژنه کې ککړ وي ، ځکه چې يو خو فريد خان يو بې ضرره اؤ غريب بنده ؤ، چې چاته يې هيڅ رقم ازار نۀ ؤ رسولى اؤ بل کله چې طالبان دغه رقم پيښې کوي ، نو په سمدستي ډول يې ذمه واري هم قبلوي، خو تر دې دمه طالبانو دفريد خان دوژنې ذمه واري پخپله غاړه نۀ ده اخستې.
هغه وويل دتحريک انصاف وژل شوى غړى فريد خان دغريبو وگړو دنمائنده په توگه اسمبلۍ ته راغلى ؤ اؤ په اوسنۍ اسمبلۍ کې دهغه په څير ډير داسې ممبران ناست دي چې تعلق يې دغريبو کورنو سره دى اؤ هيله لرل کيدى شي، چې هغوي به دپردو دگټو پځايې يواځې دخپل غريب اولس دحقونو دپاره په اسمبلۍ کې غږ پورته کوي.
شوکت يوسفزي وويل کوم خلک چې دغريب اولس نمائندگان وژني ، يقيناً هغوي دانسانيت خيرخواه نۀ دي.
دتحريک انصاف مشر عمران خان دفريد خان دوژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې هغه دپي ټي ائي داسمبلۍ دغړي په وژنه خفه شوى دى.
عمران خان دتحريک انصاف سره دتعلق لرونکي خيبرپښتونخوا په وزيراعلي پرويز خټک غږ کړى چې دفريدخان په وژنه کې دککړو کسانو دنيولو لپاره دې په سمدستي توگه گامونه واخلي.
دخيبرپښتونخوا دوژل شوي صوبائي اسمبلۍ ددغه غړي په حقله عامه رايې دا ده چې هغه يو ايمانداره اؤ داولس په مينځ کې ژوند کوونکى تن ؤ.
که هر څو په بنيادي توگه دهغه تعلق دپاکستان دقبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ څخه ؤ، خو دتيرې زياتې مودې راهسې يې په هنگو کې ژوند کولو.
راپورونه وائي کله چې فريد په عامو انتخاباتو کې دخپلې نامزدگۍ کاغذونه داخلول نو په هاغه وخت يې په جيب کې يواځې د 100ؤ روپو يو لوټ پروت ؤ.
41 کلن فريد خان دپيښور پوهنتون دفائن ارټس طالب علم هم پاتې شوى ؤ، خو دخپلو لوړو زده کړو دترلاسه کولو توان يې نۀ ؤ لرلى.
فريد خان ته نزدې سرچينې وائي هغه که هر څو دحکومت مخالفه وسله والو سره په تيرو وختونو کې ښې اړيکې لرلې وې ، خو اوس مهال يې پام يواځې دخپلې سيمې دپسمانده اولس پرمختيا ته گرځيدلى ؤ.
دصوبائي اسمبلۍ وړومبۍ غونډې ته نوموړى داسمبلۍ دنورو غړو په څير په گران قيمته گاډي اؤ زرورين لباس کې نۀ ؤ ورغلى ، بلکې يواځې په موټر سائيکل ناست ، ساده لباس په تن اؤ په چپړو کې داسمبلۍ غونډه کې شريک شوى ؤ.
سرچينې وائي داليکشن کمپائن په مهال فريد خان دپاره لگښتونه دهغه دډيرې غريبۍ په وجه دسيمې خلکو ، خپلو کې په چندو کړي وؤ.
دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دسوگند اخستو ددستورې وروستو دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره په غيررسمي خبرو کې فريد خان تور لگولى ؤ چې سياسي گوندونو هغه ته دملينونو روپو وړانديز کړى ، خو فريد په ډاگه کړې وه چې هغه دنورو گوندونو پځايې پاکستان تحريک انصاف کې له دې امله شامليدو ته اوليت ورکړى چې دهغه په وينا دغه گوند به د اولس ستونزې هوارې کړل شي.
راپورونه وائي دوړوکوالي څخه په سيمه کې فريد خان دخيرښيگړې په کارونو کې دلچسپي اخسته اؤ له دې امله يې دخلکو سره يوه مضبوطه رشته جوړه شوې ، چې وروستو هم په دې اساس سيمه کې ديو مشر په توگه رامخې ته شو، هغه پرته دخپلو ذاتي گټو داولس دستونزو دهوارولو لپاره په سيمه کې مشهور ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG