د جنسي زیادتي مجرم په ښکاره د تیزندي کوولو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بیان حمایت د هغه د کابېنې وزیرانو کړی خو د حکومت مخالف ګوندونه په دغه تجویز د تقسیم ښکار دي او په دې موضوع تاوده بحثونه راپارېدلي دي.
ېو شمیر ګوندونه داسې مجرمانو د پاره د سختو سزا ګانو په حق کې دي خو پیپلز ګوند وايي داسی په ښکاره خلکو ته د تیزندۍ سزاکانې د پخواني پوځي امر ضیاالحق په وخت کې هم وې خو د سختو سزاګانو باوجود جرمونه د کمیدو پرځاې زیات شوي وو.
وزیراعظم عمران خان شخصي میډیا سره د خبرو په وخت ویلي ووچې هغه د جنسی زیادتې مجرم ته د سختې سزا په حق کې دی او داسې مجرمان دی یا خو خو خصي کړی شي او یا په ښکاره تیزندي کول پکار دي.
وزیراعظم دغه بیان په لاهور موټروی د یوې ښځې سره د جنسي زېادتي د پیښې نه پس وکری دی.
د پاکستان مرکزي کابینې د عمران خان خان د بیان حمایت کړی دی اؤ د کابینې غونډې نه پس د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز وویل چې په دې سختو سزا ګانو به د دوی حکومت د نورو ملکونو فشار نه قبلوي او په هر حال کې به د جنسي زېادتي مجرمان په ښکاره تیزندي کوولو اؤ په کیماېی طریقه به یې د خصی کوولو د پاره قانون سازي کوي.
وزیراعظم عمران خان وايي چې کله یې حکومت جوړ شو نو داسې قانون سازی يي کول غوښتل خو ورته وویل شو چې داسې کولو له وجې به ورته اروپاېی هیوادنو لخوا ورکړی شوي ریاعتونه ختم شي.
د وزیراعظم دې بیان نه پس پاکستان پیپلز ګوند واېی چې داسې په ښکاره د چې تیزندې کولو له وجې په جرمونو کښې کمې نه شی راتلې.
د پیپلز ګوند سینټر شیرې رحمان واېی داسې سزاګانې به د پوځې آمر ضیاالحق په وخت به هم ورکول کیدل اؤ سیاسی تنان به په میدان کښې سزا کیدل خو نه خو د ضیاالحق پرضد د سیاسی ګوندونو حڅو کښې کمې راغلی و او نه په میدان تیزندې کولو له وجې جرمونه کم شوي وو.
پیپلز ګوند په ښکاره تیزندې کولو پرځاې داسی تولنې جوړښټ غواړې چرته د داسی جرمونو مخه اونیولې شی.
بل حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ په ښکاره د حکومت لخوا جنسي زېادتي مجرمانو په میدان د تیزندې کولو خبرې ملاتړ خونه کوي خوا د داسې مجرمانو د پاره د سختو سزاګانو تجویز کوي.
دغه شان مذهبی سیاسی ګوندونو هم داسې مجرمانو په ښکاره د تیزندې کولو په حق کې دي.
پاکستان کې د جنسي زېادتي مجرم د پاره په قانون کې هم د مرګ سزا ده خو د بشري حقونو د پاره کارکوونکي وايي چې مجرم ته سزا ورکولو نه زیاته ضروري دا خبره ده د داسې جرمونو مخه نیول او دپاره یې د ښځو اؤ د ماشومانو حفاظت د پاره موجود قانون باندی د صحیح عمل ضرورت دی.