د پاکستان د نوي وزیراعظم ټاکلو لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه نن د اتوار-یکشنبې په ورځ کېږي چې پکې به د اسمبلۍ غړي د پټو رایو له لارې د راتلونکو پینځوؤ کالو لپاره د وزیراعظم انتخاب کوي.
د پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند له لوري شهباز شریف اؤ د سني اتحاد کونسل(پيټي آي) له لوري عمر ایوب د وزیراعظم عهدې ته کاندیدان دي.
مسلم لیګ (ن) دعوه لري چې شهباز شریف ته د ایوان په 336 غړو کې د 209 غړو ملاتړ ترلاسه دی اؤ څېړونکي اتکل کوي چې عمر ایوب په دې ټاکنه کې تر 90 زیاتې رائ اخستی شي.
د وزیراعظم ټاکلو لپاره به د قامي اسمبلۍ غونډه د ورځې په یوولس بجې د اسپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ پېل کیږي اؤ د رایو اچول کېدو نه وروسته به اسپېکر نتیجې اعلانوي.
پارلیمان کې کوم ګوند څومره څوکۍ لري؟
په اتمه فرورۍ شوؤ ټاکنو کې د پاکستان مسلم لیګ(ن) کاندیدانو 75عمومي څوکۍ ګټلې وې اؤ نهه نور ازاد کامیاب شوي د اسمبلۍ غړي هم په دغه ګوند کې شامل شوي دي چې ددې سره شمیره 84 ته رسېدلې ده خو دغه ګوند ته بیا څلور د لږکیو اؤ 20 د ښځو ځانګړې څوکۍ هم قامي اسمبلۍ کې ورکړل شوي اؤ دا وخت یې د غړو ټوله شمېره 108ده.
پیپلز ګوند په عمومي ټاکنو کې 54 څوکۍ ګټلي،دوه ورته اقلیتي اؤ 12 د ښځو ځانګړي سیتونه ورکړل شوي اؤ دا مهال یې اسمبلۍ کې شمېره 68 ده.
ایم کیو ایم 17 د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلي اؤ یوه اقلیتي اؤ څلور د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړل شوي چې دې سره یې پارلیمان کې د غړو شمېره 22 ته رسېدلې ده.
جمعیت علماء اسلام 6 څوکۍ په عمومي ټاکنو کې ګټلي اؤ دوه ورته د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړل شوي اؤ دا وخت یې د غړو شمیره 8 ده.
د تحریک انصاف ګوند ملاتړو ازادو کاندیدانو 81 څوکۍ ګټلي اؤ دوي بیا وروسته په سني اتحاد کونسل کې ددې لپاره شامل شوي چې الیکشن کمیشن ورته د اقلیتونو اؤ ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړي خو الیکشن کمیشن تر اوسه هغوي ته ځانګړې څوکۍ نه دي ورکړي اؤ په پارلیمان کې یې د غړو شمېره همغه81 ده.
مسلم لیګ(ق) درې څوکۍ په عمومي ټاکنو کې ګټلي،یو پکې ازاد امیدوار شامل شوی اؤ یوه ورته د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړل شوې اؤ دا مهال یې قامي اسمبلۍ کې د غړو شمېره 5 ده.
استحکام پاکستان ګوند درې عمومي څوکۍ ګټلي اؤ یوه ورته د ښځو څوکۍ ورکړل شوې اؤ د غړو شمیره یې اوس څلور ده.
مجلس وحدت المسلمین ، مسلم لیګ ضیاء،بلوچستان عوامي ګوند،بلوچستان نیشنل ګوند،نیشنل پارټي اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په قامي اسمبلۍ کې یو، یو غړی لري.
ددې ترڅنګ د قامي اسمبلۍ په 99 عمومي څوکیو ازاد امیدواران هم کامیاب شوي دي چې 8 کسان پکې تر اوسه هیڅ یو ګوند کې نه دي شامل شوی اؤ د قامي اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو د کاندیدانونو د بریاليتوب معامله لا د ځنډ ښکار ده.
Forum