د عمان په سرښار مسقط کې د شیعه مسلک په جومات ډزې شوي دي او پاکستان ویلي په حمله کې يې څلور شهریان وژل شوي او ۳۰ نور زخمیان شوي دي.
عماني چارواکو ویلي د ابتدايي رپورټونو ترمخه په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان دي.
د سنیانو د اکثرت عمان زیاتره پرامنه ملک ګڼل کېږي او د اقلیتي شیعه ګانو په جومات ډزې مطبوعاتو غېر معمولي پېښه بللې ده.
په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې د پېښې غندنه وکړه او دا يې د ترهګرۍ حمله وبلله.
وزارت د عماني چارواکو ستاینه وکړه چې حمله کوونکي يې لمنځه وړلي دي.
د پېښې وروسته په مسقط کې د امریکې سفارتخانې د امنیت په اړه خبرداری جاري کړو او د ويزو دپاره خلکو ته ورکړی شوي وختونه يې منسوخ کړل.
امریکايي سفارت په اېکس، پخواني ټوېټر، خپلو شهریانو ته پېغام کې وویل چې بېداره دې وسي، په خبرونو دې نظر ساتي او د مقامي چارواکو په هدایاتو دې عمل کوي.
ای اېف پي خبري ادارې د یو وډیو تصدیق کړی چې ښيي خلک د امام علي جومات نه په تېښته وځي او د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
د پېښې وروسته امنیتي چارواکو سیمه په ګېرا کې واخیستله او خبریالانو ته د تګ اجازت نه ورکول کېدو.
عمان د څلور مېلین ابادۍ ملک دی. په هېواد کې ۴۰ فیصد خلک غېر ملکي کارکوونکي دي.
Forum