رپورټ: پاکستان کې په تيره يوه میاشت کې 68 امنيتي عسکر وژل شوي دي
د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي. نور حال اورنګزېب خان وړاندې کوي
ټوک
-
December 25, 2024
په خيبرضلع کې د ملک نصیراحمد او د سید اغا جان د ګرفتارۍ په ضد احتجاج شوی
-
December 25, 2024
په پېښور مېشت د مسیحي مذهب منونکو د کرسمس دستوره ولمانځله