واشنگټن —
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي حکومت هیواد کې د امن په خاطر د پاکستاني طالبانو سره د مذاکرات شورو کړې دي.
د زیارت په ورځ د برطانيي نائب وزیراعظم نک کېلگ سره د ملاقات په باره کې خپل بیان کې نواز شریف وویل دا وخت چې حکومت د تند لاریتوب مخنیوي د پاره لارې چارې لټوي، طالبانو سره خبرې اترې شورو کړی شوي دي.
نواز شریف وویل " حکومت د سنبالولو راهسې زمونږ کوشش دی چې مرگونو، د وینې توئیدل او خلکو جان او مال ته د زیان مخه ونیسو او د پاکستاني قام دا خواهش پورا کولو کې خپل کردار ادا کړو."
د نواز شریف حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو د کوشش ملاتړ د پاکستان مختلفو سیاسي پارټیو هم کړی دی. نوازشریف طالبانو سره د مذاکراتو خبره په داسې مهال کړې چې په تیره لږه موده کې د پاکستان په مختلفو برخو کې په ځانمرگي حملو کې شا او خوا ٢٠٠ کسان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکې د حملو ذمه واري په طالبانو اچوي.
نوازشریف طالبانو سره د شورو کړی شوو خبرو په هکله نور څه تفصیل وړاندې نه کړو خو امید يي څرگند کړو چې مذاکرات به د پاکستان د آئین په چوکاټ کې دننه کولی شي.
د زیارت په ورځ د پارلیمان غړو ته د معلوماتو ورکولو په مهال د پاکستان داخله وزیر چودهري نثار علي خان وویل طالبانو سره د مذاکراتو موضوع او چې خبرې اترې به چرته کیږي دې معاملاتو ته حتمي شکل ورکړی کیږي.
که څه هم وزیراعظم نواز شریف ویلي طالبانو سره مذاکرات شورو کړی شوي دي، تجزیه کار دا پیچیده عمل گرځوي. یو دفاعي تجزیه کار وايي طالبان یو تنظیم نه بلکه مختلفې شبکې دي او چې یوې ډلې سره مذاکرات شورو شي نو بله ډله په حملو لاس پورې کړي.
د داخله چارو د پاره پخوانی وزیر او د خپلې سیاسي پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیر پاو وايي طالبانو سره د حکومت مذاکرات نه خو اسان دي او څه زر نتائج راوړلی شي.
د پاکستان پوځ پخوانی برگیډئیر شوکت قادر چې په قبائیلي سیمو کې هم وظیفه ترسره کړې ده وايي طالبان یو موټی تنظیم نه بلکه مختلفې څانگې دي او خبرې اترې ورسره لویه پریشاني ده.
شوکت قادر وايي "دا لکه د ډیرو سرونو یوه بله دا او پوښتنه دا راپورته کیږي چې مذاکرات دا چار سره کیږي. که تاسو مذاکرات د یوې ډلې سره کوي نو بله ډله درباندې حمله کوي او چې کله هم دغه ډلې سره مذاکرات شورو شي نو دا بله ډله درباندې بیا حملې شورو کړي."
حکومت سره مذاکراتو د پاره طالبانو د خپلو نیولی شوو ملگرو د ازادیدو، قبائیلي سیمو نه د پوځ د ویستلو او هلته د ډرون حملو د بندیدو غوښتنه کړې ده.
د ممکنه خنډانو او مشکلاتو باوجود افتاب شیرپاو طالبانو سره مذاکرات مثبت پرمختگ گڼي او وايي ډیره وینه تویه شوي ده او امن د پاره پکار ده چې ټولې لارې ولټول شي.