لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکامران فيصل د مرگ پلټنې به عدالت کوي


رينټل پاور کيس کې په عدالتي احکاماتو دعمل درامد په اړه دشورو په ورځ دترسره شوې اوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دعدالت يو بينچ ته امر وکړو چې دنيب دتفتيشي افسر کامران فيصل دوژنې دپلټنو په اړه دې دزيارت دورځې څخه اوريدنه وکړي
رينټل پاور کيس کې په عدالتي احکاماتو دعمل درامد په اړه دشورو په ورځ دترسره شوې اوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دعدالت يو بينچ ته امر وکړو چې دنيب دتفتيشي افسر کامران فيصل دوژنې دپلټنو په اړه دې دزيارت دورځې څخه اوريدنه وکړي
دپاکستان سپريم کورټ دکرايې دبجهلي گهرونو منصوبه کې دشکمنې بدعنوانۍ دپلټنو کوونکې قومي احتساب بيورو( نيب) دافسر دپُراسراره وژنې دپلټنو دڅارنې ذمه واري دسترې محکمې يو بينچ ته سپارلې ده.
رينټل پاور کيس کې په عدالتي احکاماتو دعمل درامد په اړه دشورو په ورځ دترسره شوې اوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دعدالت يو بينچ ته امر وکړو چې دنيب دتفتيشي افسر کامران فيصل دوژنې دپلټنو په اړه دې دزيارت دورځې څخه اوريدنه وکړي.
عدالت درينټل پاورکيس داوريدنې په مهال دکامران فيصل دوژنې په اړه درجسټرار ددفتر له لوري جمع شوى نوټ په درخواست کې دبدلولو په ترڅ کې په جسټس جواد ايس خواجه او جسټس خلجي عارف حسين مشتمل بينچ جوړ کړو.
دغه بينچ به دڅليريشتمې جنورۍ څخه ددغه معاملې اوريدنه کوي او عدالت دنيب له لوري دکامران فيصل دوژنې دپلټنو تر مکمليدو درينټل پاور کيس دپلټنو داودرولو فيصله هم مسترد کړې ده.
دکامران فيصل دکورنۍ غړو هم محکمې څخه دهغه دوژنې دازادانه پلټنو غوښتنه کړې وه او نيب کې دهغه ملگرو افسرانو وئيلي وؤ چې دپيښې پلټنې دې دهائيکورټ يا سپريم کورټ دکوم حاضرسروس جج څخه وکړل شي.
په ياده دې وي چې وفاقي حکومت دکامران فيصل دوژنې په اړه دحقيقتونو معلومولو لپاره دسپريم کورټ دريټائرډ جج جاويد اقبال په مشرۍ کې يو عدالتي کميشن جوړ کړى چې په دوؤ اوونو کې دننه به خپل راپور حکومت ته ورکوي.
دغه کميشن تر دې مهاله کار نۀ دى پيل کړى او سيمه ييزو پوليسو دکامران فيصل دمرگ په اړه فيډرل لاجز کې دکارکوونکو سرکاري ملازمانو په بيانونو مشتمل يو راپور هم تيار کړى دى.
دشورو په ورځ داوريدنې په مهال دنيب چارواکو عدالت ته وئيلي چې تر دې مهاله دکامران فيصل دوژنې په لړ کې کوم ايف ائي ار نۀ دى درج کړل شوى.
داوريدنې په مهال چيف جسټس وويل دکامران فيصل وژنه په پُراسراره حالاتو کې شوې ده او دهغه مرگ يو قتل ؤ که خودکشي ددې تعين کول زيات ضروري دي.
عدالت وويل دنيب تفتيشي افسر ديو داسې مقدمې پلټنه کوله چې پکې دهيواد ايگزيکټيو اتهارټي ککړه او دداسې معاملو دپلټنو لپاره ازادانه ماحول ورکول ضروري دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG