دپاکستان سپريم کورټ دبجټ دمنظورۍ څخه دمخه دجنرل سيلز ټيکس لگول غيرائيني گرځولي اؤ دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو کې يې داضافې دبيرته اخستو حکم کړى دى.
وفاقي حکومت تيره اوونۍ بجټ کې يو فيصد جنرل سيلز ټيکس تجويز کړى ؤ اؤ دپارليمان څخه دبجټ دمنظورۍ څخه دمخه يې ديو ارډيننس په ذريعه دغه اضافي ټيکس نافذ کړى ؤ ، چې هغې وروستو دپيټروليم مصنوعاتو نرخونه هم ددغه ټيکس لاگو کولو له امله خيژول شوي وؤ.
دزيارت په ورځ دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې دسپريم کورټ يو درې کسيز بينچ پخپله داخستل شوي نوټس داوريدنې سرته رسولو څخه وروستو پريکړه محفوظ کړې وه.
چيف جسټس دجمعې په ورځ په لنډه فيصله کې وويل دپارليمان څخه دمالياتي بل له منظوريدو پرته هيڅ قسمه اضافه نۀ شي کيدى.
بينچ دا١٩٣١ دټيکس دفعه دائين دارټيکل ٧٧سره په ټکر کې وگرځوله اؤ هغه يې ناچله کړه.
دغه پريکړه کې په سي اين جي نهه فيصده اضافي سيلز ټيکس هم غيرائيني گرځول شوى دى.
عدالت پخپله پريکړه کې وئيلي دي چې اولس څخه اخستل شوى اضافي سيلز ټيکس دواپسۍ جوگه دى اؤ کوم ټيکس چې جمع کړل شوى ، هغه بايد سرکاري خزانه کې جمع کړل شي.
فيصله کې وئيل شوي دي ، حکومت دې صارفينو ته دهغوي درقم بيرته ورکولو دپاره مناسب حکم جاري کړي.