لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د مولانا صوفي محمد د ازادولو غوښتنه کړې ده


طالبانو وخت په وخت د ډاکټر اجمل خان وډیو پیغامونه هم جاري کړې چې هغه پکې په حکومت د هغه د ازادلو د پاره د کوششونو غوښتنه کوي
طالبانو وخت په وخت د ډاکټر اجمل خان وډیو پیغامونه هم جاري کړې چې هغه پکې په حکومت د هغه د ازادلو د پاره د کوششونو غوښتنه کوي
پاکستاني طالبانو ویلي د اسلامیه کالج یونیورسټۍ د پخواني وائس چانسلر ډاکټر اجمل خان د ازادیدو په بدل کې دې د تحریک نفاذ شریعت محمدي نیول شوی مشر مولانا صوفي محمد د حکومت د ولکې نه خلاص کړی شي.
طالبانو په حکومت د مولانا صوفي محمد د ازادولو غږ په داسې مهال کړې چې د سوات مولانا فضل الله د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی. مولانا فضل الله د مولانا صوفي محمد زوم دی.
ډاکټر اجمل خان د کال ٢٠١٠ راهسې د طالبانو په ولکه کې دی. هغه پیښور نه سره د خپل ډرائیوره تښتول شوی دی. د هغه درائیور دوه کاله د ځان سره ساتلو ورستو طالبانو ازاد کړی دی خو ډاکټر اجمل خان تر اوسه د طالبانو په بند کی پروت دی.
مولانا صوفي محمد کال ٢٠٠٩ کې افغانستان نه بیرته پاکستان ته د راتلو ورسته ونیول شو. د هغه خلاف یو شمیر مقدمې درج کړی شوي دي چې پکې قتل، حکومت خلاف د کارولو او ځېنې نورې مقدمې شاملې دي. ځېنې مقدمو کې د تجزیه کارو په وینا مولانا صوفي محمد د شهادتونو د نشتوالي په بنیاد بري شوی هم دی.
د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د اتوار په ورځ خپل یو رپورټ کې طالبانو لخوا د مولانا صوفي محمد په بدل کې د ډاکټر اجمل خان د ازادولو غږ رپورټ کړی خو نور څه تفصيل يي نه دی وړاندې کړی او نه پکې دا ویل شوي چې خبر يي د چا په حواله ورکړی دی.
طالبانو وخت په وخت د ډاکټر اجمل خان وډیو پیغامونه هم جاري کړې چې هغه پکې په حکومت د هغه د ازادلو د پاره د کوششونو غوښتنه کوي.
په سمدستي توگه د طالبانو په غوښتنه د حکومت او یا د ډاکټر اجمل خان د کورنۍ لخوا د دریز په هکله څه رپورټ نه دی راغلی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG