لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره د ترهګرۍ د مخنیوي هیڅ لاره نشته: څېړونکي


شمالي وزیرستان کې د خالي یا شنبې په ورځ په پوځ د ترسره شوي یو خونړي ځانمرګي برید نه وروسته څېړونکي وایي د پاکستان ریاست سره د ترهکرۍ د مخنیوي هیڅ لاره نشته اؤ ترڅو چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د قام باور نه وي تر لاسه کړل شوی تر هغې به د پښتنو په خاوره روانه دې جګړه کې د انسانانو وینې همداسې بهیږي .

څېړونکي وایي پاکستان په افغانستان کې له طالبانو پرته بل څوک په واک کې نه شي زغملی اؤ افغان طالبان هم په دې پوهه دي چې اسلام اباد د ټي ټي پي په ستونزه د هغوي(افغان طالبانو) په ضد تر یو خاص حده وړاندې نه شي تللی نو ځکه په داسې حال کې ترهګرو ته دپاکستان په خاوره کې د خپلو فعالیتونو لپاره میدان خلاص پروت دی.

د خالي په ورځ افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پوځ په یوه پوسته د ترهګرو لخوا ځانمرګي برید اؤ بیا تر څو ساعته اوږدې ډزې شوي چې د پاکستاني پوځ په وینا دې برید کې د پوځ دوه افسران اؤ پینځه نور عسکر وژل شوي اؤ پوځ دعوه کړې ده چې برید کوونکي شپږ واړه ترهګر یې هم وژلي دي.

پېښور پوهنتون کې د صحافت استاذ پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وایس اف امریکا ډیوه ته وایي د روژې په مقدسه میاشت کې د ترهګریزو بریدونو نه تم کېدل ښیي چې له دې جګړې اوس یو کاروبار جوړ شوی دی.

هغه وایي د کله نه چې طالبان بېرته په افغانستان کې واک ته ورګرځېدلي نو په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په کال 2023م کې د پاکستان دننه تر ټولو زیات بریدونه شوي چې د رپورټونو له مخې په دې بریدونو کې تر 1400 زیات کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

ډاکټر عرفان اشرف وایي مخکې به په دې جګړه کې کله،کله اوربند هم وشو اؤ جګړه به یو څه قلاره شوه خو هغه وایي په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې دوامداره ترهګریز بریدونه ښیي چې له دې جګړې کوم کاروبار جوړ شوی د هغې په بنیاد نه د پاکستان پالیسي سازې ادارې ددې د تم کولو څه بندوبست کوي اؤ نه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو نه وروسته ددې جګړې د مخنیوي هغه لاره مونږ را وویسته چې کومه پکار ده.

په پېښور کې د پاکستان د یو شخصي ټي وي چینل سیمه ییز مشر اؤ وتلی خبریال عارف یوسفزی وایي په میرعلي کې په پوځ ترسره شوی برید د هغو پېښو تسلسل دی کومې چې وخت په وخت پاکستان کې د بیلابیلو تندروه اؤ ترهګرو ډلو لخوا رامنځته کیږي.

ډیوه سره خبرو کې عارف یوسفزی وایي پاکستان کې دا مهال تحریک طالبان پاکستان تر ټولو زیات فعالیت ښایي ،تحریک جهاد پاکستان هم د یو شمیر بریدونو پړه پغاړه اخستې ده اؤ د حافظ ګل بهادر ډلې هم په وزیرستان اؤ نورو سیمو کې خپل بریدونه دوامداره ساتلي دي.

هغه زیاتوي په بلوچستان کې هم همهاله د اسلامي عسکریت خوښو تر څنګ بلوڅ بیلتون خوښو ډلو هم د پاکستان په امنیتي ادارو اؤ اهلکارانو خپلې حملې چټک کړي دي اؤ دا ښیي چې وسله والې ډلې په پاکستان کې زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظمې شوي دي چې مخنیوی یې اسانه نه ښکاري.

ښاغلی یوسفری وایي د تحریک انصاف په تېر حکومت کې ټي ټي پي‌ سره تر 14میاشتو اوږده مذاکرات شوي وؤ اؤ ددغو مذاکراتو په نتیجه کې د ټي ټي پي مهم کمانډران اؤ مشران له زندانونو خوشې کړی شوي وؤ خو دا چې اوس بیا په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شوی کتل به دا وي چې د دوي نوی حکومت د طالبانو په اړه څه پالیسي خپلوي اؤ یا د ترهګرۍ ختمولو لپاره یې اپروچ څه دی؟

ډاکټر عرفان اشرف بیا وایي تحریک انصاف مدام د طالبانو لپاره نرمه ګوشه لرلې ده او حتی ددغه ګوند مشر عمران خان خو بیا په تېرو وختونو کې په پېښور کې طالبانو ته د دفترونو ورکولو غوښتنه کړې وه نو فکر نه کوي چې اوس به د پي‌ ټي آي حکومت د طالبانو خلاف جګړې ته مټې رابډ وهي.

پاکستان خپله خاوره کې د کېدونکو ترهګریزو بریدونو پړه په افغانستان ور اچوي د افغان طالبانو حکومت ته د ملامتې ګوته نیسي چې هغوي ټي ټي پي ته خپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړي دي .

ډاکټر عرفان اشرف وایي، د ترهګرۍ مسله دومره زیاته کړکیچنه ده چې دا په دړکو اؤ تورونو نه هواریږي.

"دا په دړکو نه کیږي چې اسلام اباد دلته نه دړکه وکړي چې د افغانستان زمکه د پاکستان خلاف استعمالیږي،اؤ له هغه ځایه کابل نه د طالبانو ویاند بیا دړکه کوي چې پاکستان دې خپل اندروني معاملات سم کړي"

ښاغلی عرفان اشرف وایي "اوس پورې دا کشاله د دواړو ملکونو په منځ کې پرته ده اؤ په دې کې زمونږ د ملک غیر جمهوري قوتونه په افغانستان باندې فشار نه اچوي ځکه چې هغوي ویریږي که افغانستان کې د طالبانو حکومت بې ثباته کوي نو دا د پاکستان د ګټو خلاف ده اؤ طالبان هم په دې پوهه دي چې پاکستان د هغوي خلاف تر یو حده خو تللی شي خو له هغې زیات نه شي تللی ځکه چې هلته بیا قام پرستانو ته د ودې موقعه په لاس ورځي"

عرفان اشرف وایي افغان طالبان د پاکستان له دې مجبورۍ پوره، پوره فایده اخلي اؤ هغوي په ټي ټي پي یا نورو وسله والو ډلو مکمل فشار نه راوړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي.

خبریال عارف یوسفزی هم د ترهګرۍ موجوده لړۍ ته په کتلو سره راتلونکي کې دامنیت ټینګښت ته هیله من نه دی اؤ ویره څرګندوي چې په راتلونکي کې به دا ترهګریز بریدونه لاپسې پراخه اؤ چټک شي
د هغه په خبره "په راتلونکي وخت کې مونږ ته په دې حملو کې څه کمی نه ښکاریږي بلکې په دې کې زیاتوالی اؤ چټکتیا ښکاریږي،ځکه چې په پاکستان کې د عسکریت خوښې خلاف څه ډیر منظم کردار حکومتونه نه لوبوي که هغه دصوبو حکومتونه وي اؤ که د وفاق نو ویره ده چې حملې به هم سیوا کیږي اؤ په دې کې به مرګ ژوبله هم سیوا کیږي"

عرفان اشرف وایي د ترهګرۍ د ستونزې دهواري یوه هیله د سیاسي بدلون وه اؤ دا سیاسي بدلون اګر چې په پاکستان کې راغلو خو دا بدلون یوازې اسلام اباد پورې محدود دی .

"دا هایبرډ نظام هم نه دی، دا یو اتارټیریین نظام دی،په دې کې چې کوم سیاستمداران دي هغوي د ملک د ادارو تابعداري کوي اؤ چې هغوي کومې پالیسۍ ټاکلې دي زه فکر نه کوم چې له هغې بدلې پالیسۍ به دوي وټاکي"

هغه وایي که چرې د ادارو زړې پالیسۍ دوام کوي نو بیا قوي امکان دی چې د ملک په دوو صوبو خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې به جګړه دوامداره پاتې شي

نوموړی وایي دا چې په خېبر پښتونخوا کې اوس د پي ټي اي حکومت دی نو ددې ګوند مشر عمران خان طالبان د ازادۍ د مبارزینو په څېر ګڼي اؤ په ماضي کې یې ورسره هر رقم خواخوږي ښودلی ده نو فکر نه کوي چې د پي ټي آي صوبایي حکومت به د ترهګرۍ ختمولو په وړاندې متحرک پاتي شي.

وي او ای ډيوه د خېبر پښتونخوا حکومت د نظر معلومولو لپاره د صوبایي حکومت ترجمان بېرسټر سیف سره د واټسف له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه اؤ د هغه نه یې غږییز پیغام کې وپوښتل چې د ترهګرۍ په وړاندې به د صوبایي حکومت پالیسي څه وي ؟ خو هغه دې پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG