په پاکستان کښې د يو غير دولتي ادارې رپورټ وايي په هېواد کې د ترهگرۍ په پېښو کښې ١٦ فيصده کمی شوی دی خو په هېواد کې د داعش وسله والې ډلې خپلې جرړې مضبوطې کړي او طالبان او ور سره تړلې نورې ډلې د پاکستان د پاره خطر دی.
د پاکستان انسټيتيوټ آف پيس سټديز نومي ادارې رپورټ وايي چي په پاکستان کښي د داعش اثر په زياتيدو دی، په خصوصي توگه د سند په شمالي برخو او بلوچستان صوبه کښي دې تنظيم زور نیولی دی.
د پاکستان پوځي او حکومتي په رسمي ډول په هېواد کې د داعش د موجودگۍ خبره ردوي. او په سمدستي ډول یې د ادارې په رپورټ څه ردعمل نه دی څرگند کړی.
د پاکستان انسټيتيوټ آف پيس سټډیز رپورټ وايي داعش د شپږو ترهگر بريدونو پړه په غاړه اخیستې وه چي پکښې ١٥٣ تنه وژل شوي وو، د بريدونو شميره خو کمه وه خو پکښې مرگ ژوبله زياته شوې وه.
د داعش په دغه بريدونو کښي د سېنټ په پخوانی ډپټي چيرمين عبد الغفور حيدري، د سند په سهون اؤ شاه نوراني مزارنو او په کويټه ښار کښي په يو چرچ یا د عیسايانو په عبادتخانه بريدونه شامل وو.
د پاکستان انسټيتيوټ آف پيس سټديز رپورټ وايي پاکستان ته پکار دي چې د ترهگرو تنظیمونو خلاف د هېواد قامي تگلارې ته بیا کتنه وشي.
دادارې مشر عامر رانا د وي او ای ډیوه ته وویل داعش د ډير وخت نه په پاکستان کښي وجود لري او اوس یې نور زور هم نيولی دی. هغه زیاته کړه چې د پاکستان سيکوړټي یا امنیتي ادارې هم د دې خطر نه خبر دي. عامر رانا وویل د دغه شان تنظيمونو په پاکستان کې د زور نيولو يوه وجه دا هم ده چي د پاکستان رياست څه واضحه پاليسي نه لري. هغه یې مثال داسې ورکړو چې کله په یو تنظیم پابندي ولگول شي نو په بل نوم خپل فعالیتونه جاري ساتي.
عامر رانا وايي په پاکستان کښي په فرقه ايز تنظيمونو بنديز دی خو دا تنظيمونه په بدلو نومونو په انتخاباتو کښي برخه هم اخلي او د ترهگرۍ پرضد د حکومت اود علما و د بيانيي هم برخه وي.
څېړونکی د او پوځ پخواني بريگيډير سيد نزير په دي حقله وايي داعش يوازې د پاکستان د پاره نه بلکې د سيمې ټولو هېوادنو د پاره خطر دی نو ځکه یې پرضد د شريکو حڅو ضرورت دی.
د پاکستان انسټيتيوټ آف پيس سټديز رپورټ وايي په کال ٢٠١٧ کښي سکورټي ادرو د کال ٢٠١٦ په مقابل کښي کم ترهگر وژلي دي. په کال ٢٠١٦ کښي دا شميره ٨٠٩ وه او کال ٢٠١٧ کښي دا ٥٤٠ وه.