دقطر په پايتخت دوحه کې دافغان طالبانو له لوري دسياسي دفتر دپرانستو وروستو ، افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره کيدونکو هڅو کې درامينځته شوي ځنډ لرې کولو لپاره پاکستان طالبانو سره پرله پسې رابطه کې دى.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ديو پاکستاني چارواکي له خُلې خپل يو راپور کې وئيلي دي چې په مذاکراتي عمل کې ددواړو خواؤ ترمينځ رابطه کوونکى فريق هڅه کوي دطالبانو قيادت امريکايانو اؤ افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړي.
چارواکي وويل ” دا عمل روان دى، حقيقت دا دى چې مذاکرات دهر چا په گټه دي، ځکه بايد دغه عمل ختم نۀ شي “
دپاکستان دهڅو په اساس طالبان لمړى دامريکا اؤ افغانستان دامنيتي شورا سره خبرو ته راضي شوي وؤ، خو دوحه کې دطالبانو دپرانستل شوي دفتر دنوم اؤ بيرغ پسر دکرزي دحکومت داعتراض وروستو مذاکراتو کې برخه اخستونکو افغان چارواکو خپل دوره منسوخ کړې وه اؤ ددې ترڅنگ يې امريکا سره په دوه اړخيز امنيتي تړون خبرې هم ځنډولې وې.
خو وروستو دامريکا په هڅو افغان حکومت په دوحه کې خبرو اترو ته تيار شوى ؤ ، خو دطالبانو دقيادت له لوري اوس دباقاعده ځواب انتظار دى.
په دوحه کې دطالبانو ددفتر وياند ډاکټر محمد نعيم يوه مرکه کې اشاره ورکړې چې دافغانستان ياغي قيادت امريکا اؤ افغان حکومت سره دمذاکراتو بيا اغاز ته تيار دى.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز چوهدري تيره ورځ پخپل اووۀ نيز بريفنگ کې وئيلي وؤ هغوي په ټولو هاغو ممکنه لارو چارو دغور کولو دژمنې پخلى کړى چې افغانستان کې دجوړجاړي اؤ امنيت په ټينگښت کې مددگار ثابتيدى شي.
دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي په روانه اوونۍ کې دپاکستان اؤ افغانستان سفر کړى ، هغه دامريکا له لوري ددې خواهش څرگندونه کړې وه چې پاکستان به مذاکراتي عمل کې درامينځته شوؤ خنډانو په لرې کولو سره ددې دبيا اغاز لپاره خپل ملاتړ دوامداره ساتي.
وزيراعظم ميا نواز شريف ديوې ليدنې وروستو جيمز ډوبنز افغان صدر حامد کرزي ته باور ورکړى چې پاکستان به دمذاکراتي عمل لپاره خپله همکاري جاري ساتي.