لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف دراني: افغانستان کې د ټي ټي‌ پي تر6 زرو وسله وال دي، د پالنې لګښتونه یې هند لنډوي


افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ښاغلی اصف دراني وایي د یوې اندازې له مخې دا مهال د وسله والې ډلې ټي ټي پي د پینځوؤ زرو نه نیولي تر شپږو زرو پورې وسله والو د افغانستان په خاوره پناه اخستې ده.

هغه تور لګولی دی، پاکستان ثبوتونه لري چې ټي ټي پي ته د افغان پراکسیز له لارې پیسې د هند څخه ورکول کیږي خو داسې هیڅ‌ ثبوت یې بیا مخې ته نه دی راوړی.

پاکستان او هند دواړه وخت په وخت په یو بل د ترهګرو ډلو د سرپرستۍ کولو تورونه لګوي.

څېړونکي وایي پاکستان مدام په افغانستان تورونه لګوي چې خاوره یې د پاکستان پرضد استعمالیږي خو وایي د ترهګرۍ ستونزه په تشو تورونو اؤ ګواښونو نه هواریږي بلکې دې لپاره به پاکستان ته خپلې پالیسۍ بدلول اؤ د ولس ملاتړ ترلاسه کول وي.

د خالي په ورځ اسلام اباد کې د یو تهنک ټینک په تابیا د "افغان امن عمل" په عنوان راجوړه شوې مباحثه کې د خبرو په مهال افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي اصف دراني ویلي ماضي کې د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ د سولې مذاکرات ځکه ناکامه شوي چې دغه وسله واله ډله وسلې غورځولو ته اماده نه وه اؤ نه یې د پاکستان ایین ته د غاړې اېښودلو سوګند کولو.

هغه ویلي چې افغانستان کې د ټي ټي پي د وسله والو د کورنیو د غړو شمیرې که هم راټولې کړل شي نو دوي خوا وشا 70 زرو ته رسیږي اؤ وايي افغانستان کې د هغوي د پالنې اؤ پاتې کېدو قیمت بل څوک پرېکوي.

اصف دراني وویل په افغانستان کې د طالبانو حکومت توان نه لري چې په دومره ډیره شمیره کې د خلکو د یوې ورځې مصارف هم برداشت کړي.

هغه وویل ټي ټي پي سره د پاکستان د مذاکراتو ناکامیدو بله مهمه وجه دا وه چې هغوي د ارمي پبلک اسکول د برید په ګډون د خپلو نورو ټولو جرمونو په لړ کې قانون سره مخ کېدو ته تیار نه دي

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې اصف دراني وویل پاکستان د مذاکراتو په مهال د افغان طالبانو حکومت ته ویلي وؤ چې هغوي باید ټي ټي پي په وسلې غورځولو مجبوره کړي اؤ د مشران یې له بې وسلې کیدو وروسته پخپله ولکه یا حراست کې واخلي .

هغه وایي پاکستان د افغان طالبانو حکومت ته واضحه کړې وه چې ټي ټي پي د پاکستان لپاره "سره کرښه" ده.

دغې دستورې ته خپله وینا کې سیاسي څېړونکي اؤ سیاستوال افراسیاب خټک ویلي چې (د کمزوري اقتصاد اؤ تندلاریتوب په ګډون) د پاکستان زیاتره ستونزې د افغانستان لپاره د پاکستان د تګلارو زېږنده دي.

هغه ویلي چې د ناورین نه وتلو لپاره ضروري ده چې پاکستان خپله افغان پالیسي بدله کړي اؤ د ماضي تېروتنې قبولې کړي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان په کورنیو اؤ بهرنیو تګلارو د لویدیځ مفادات غالب دي.

څېړونکي وایي پاکستان په افغانستان کې له طالبانو پرته بل څوک په واک کې نه شي زغملی اؤ افغان طالبان هم په دې پوهه دي چې اسلام اباد د ټي ټي پي په ستونزه د هغوي(افغان طالبانو) په ضد تر یو خاص حده وړاندې نه شي تللی نو ځکه په داسې حال کې ترهګرو ته دپاکستان په خاوره کې د خپلو فعالیتونو لپاره میدان خلاص پروت دی.

وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف ویلي چې د ترهګرۍ مسله دومره زیاته کړکیچنه ده چې دا په دړکو اؤ تورونو نه هواریږي.

"دا په دړکو نه کیږي چې اسلام اباد دلته نه دړکه وکړي چې د افغانستان زمکه د پاکستان خلاف استعمالیږي،اؤ له هغه ځایه کابل نه د طالبانو ویاند بیا دړکه کوي چې پاکستان دې خپل اندروني معاملات سم کړي"

ښاغلی عرفان اشرف وایي "اوس پورې دا کشاله د دواړو ملکونو په منځ کې پرته ده اؤ په دې کې زمونږ د ملک غیر جمهوري قوتونه په افغانستان باندې فشار نه اچوي ځکه چې هغوي ویریږي که افغانستان کې د طالبانو حکومت بې ثباته کوي نو دا د پاکستان د ګټو خلاف ده اؤ طالبان هم په دې پوهه دي چې پاکستان د هغوي خلاف تر یو حده خو تللی شي خو له هغې زیات نه شي تللی ځکه چې هلته بیا قام پرستانو ته د ودې موقعه په لاس ورځي"

عرفان اشرف وایي افغان طالبان د پاکستان له دې مجبورۍ پوره، پوره فایده اخلي اؤ هغوي په ټي ټي پي یا نورو وسله والو ډلو مکمل فشار نه راوړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي.

هغه وایي د ترهګرۍ پرضد جګړه هغه وخت کامیابیدای شي چې دې جګړه کې د ولس ملاتړ ترلاسه کړی شي اؤ د ملک سیاسي مشرتابه د غیر جمهوري قوتونو د ګټو پځاي د ملکي ګټو په اساس پالیسۍ وټاکي

پاکستان وخت په وخت تورونه لګوي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې خوندي ځالي لري اؤ وایي د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي پاکستان دې دخپل امنیت ستونزه د خپل کور دننه هواره کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG