پاکستان ته راتلونکې هفته د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل د ډلې د سفر وړاندې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي د هغو ټولو ډلو د خېراتي څانگو واک اختیار به حکومت په خپلو لاسو کې اخلي چې ملگرو ملتونو پرې بندیزونه لگولې دي.
د ملگرو ملتونو ډله به په دغه هیواد کې د غیر قانوني گرځول شوو ډلو پرضد د لگول شوو بندېزونو څارنه کوي.
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي دي چې حکومت به هغه خيراتي ادارې په خپل اختیار کې اخلي چې حکومت او ملگرو ملتونو پرې پابندۍ لگولې دي. نوموړې دا خبره د برطانيي خبري ادارې رایټرز ته مرکه کې کړه ده.
د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د ډلې د سفر مقصد دا کتل دې چي پاکستان دهغه تنظيمونو او کسانو پرضد څومره عملي اقدامات کړي دي چي ورباندې ملگرو ملتونو بنديز لگولي دي.
د پاکستان پوځ يو پخوانی جرنيل طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وايي چي دا وخت د دغه شان تنظيمونو پرضد کاروايو په لړ کې په پاکستان فشار زيات دې او که چرې پاکستان نړۍ ته ښودل غواړي چي دغه تنظيمونو پرضد کارواې کوي نو بايد چي ورباندې بنديز ولگوي.
دغه ټيم به په خصوصي توگه په جماعت الدعواه او فلاح انسانيت فاونډيشن لګول شوي بنديزونو جاج آخلي او پاکستاني چارواکي به ورته د بندېزونو عملی کولو په اړه حال احوال تیروي.
د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي راېټرز سره خبرو کې وویل پاکستان به د هغو ټولو خيراتي ادارو واک په لاس کښي آخلي چي ملگرو ملتونو پرې بنديزونه لګولې دې او دې فيصله کښي حکومت او پوځ په يو پاڼه دی.
د پاکستان دي نیشن ورځپاڼې د خارجه دفتر يو چارواکي له خولي وايي د دې سفر مقصد په پاکستان څه قسمه فشار آچول نه دي او نه حافظ سعيد سره ملاقات دی او که چرې دې ټيم حافظ سعيد سره د ملاقات خواهش هم اوکړو نو پاکستان به ددې اجازت ورنه کړي.
د رپورټونو ترمخه پاکستان کې ٢٧ تنظیمونو او ٣٥ شخصیتونو باندې بندېزونه لگول شوي دي. په دغهو کې لشکر جهنگوي، لشکر طيبه، جماعت الداعواه، فلاح انسانيت، القاعده، تحريک طالبان پاکستان هم شامل دي.
جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد باندي امريکا او هند کال ٢٠٠٨ ممبې ترهه گر بريدنو تور لګوي. په دغه حملو کې د ١٦٠ ؤ نه زیات کسان وژل شوي دي.
دا وخت په پاکستان کښي په شا او خوا ٧٠ تنظيمونو بنديزونه لګول شوي دي خو جماعت الدعواه، فلاح انسانيت، الاختر او الارشيد ټرسټ لا تر اوسه د څارني په فهرست کښي دي.
وړاندي امريکي هم ويلي وو بايد چي پاکستان حافظ سعيد محاکمه کړي.