لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې چاودنه اؤ ټانک کې په پولیسو بل برید شوی، پوځ عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده 


File Photo
File Photo

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې په یوه بمي چاودنه کې یو پولیس وژل شوی اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

په عین حال کې په ټانک ضلعه کې پرله پسې په دویمه ورځ هم د وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی اؤ پوځ دعوه کړې ده چې شمالي وزیرستان اؤ د بلوچستان پنجګور سیمه کې یې په عملیاتو کې څلور ترهګر وژلي دي.

د باجوړ د پولیسو یو مشر یا ډي‌ ایس پي بخت منیر رسنیو ته د باجوړ په ماموند سیمه کې د شوي بمي برید پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دا یو د ریموټ کنټرول بم چاودنه وه چې د پولیسو په ګاډي ترسره شوې ده.

هغه ویلي په چاودنه کې یو پولیس افسر اسسټننټ سب انسپکټر بخت زاده وژل شوی اؤ د احسان الله په نوم بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په باجوړ کې په پولیسو، سیاسي اؤ قامي مشرانو څومره بریدونه شوي نو هغې کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان اؤ د ځېنو بیا تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

په عین حال کې د خالي ورځ د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې په ټانک -بنو روډ د ډګري کالج سره نزدې وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) یو عسکر وژل شوی دی.

د سیمې نه سرچینو ډیوه ته ویلي چې د وژل شوي عسکر نوم ظاهر شاه دی اؤ هغه په سي ټي ډي‌ کې د هیډ کانسټیبل په توګه دنده ترسره کوله .

تر دې وړاندې هم د جمعې په ماسخوتن ټانک په پولیسو یو وسله وال برید شوی ؤ چې پکې د پولیسو یو لوړ رتبه افسر یا ډي ایس پي ګل محمد خان اؤ دوه نور پولیس عسکر وژل شوی وؤ.

همدا شان د جمعې په ورځ په جنوبي وزیرستان اؤ بنو کې هم په دوؤ بیلابیلو پېښو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ .

د پاکستان پوځ ویلي د خالي په ورځ یې د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې عملیات کړي اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي د بلوچستان په پنجګور سیمه کې هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیات کې دوه ترهګر وژلي‌.

تر دې وړاندې پوځ دعوه کړې وه چې په ډیره اسماعیل خان کې هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اته ترهګر وژل شوي خو ددغو ترهګرو پېژندګلو یې نه وه ښکاره کړې.

د خېبر پښتونخوا صوبې په جنوبي ضلعو ټانک، بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان کې اؤ هم په باجوړ کې په دې تیره یوه اوونۍ کې په پولیس اووه بیلا بیل بریدونه شوي چې پکې د پولیس د دوو افسرانو د دریوؤ افسرانو په ګډون اته پولیس عسکر وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG