لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ٣ عسکر وژل شوي دي


شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف وخت په وخت د ډرون حملې هم ترسره کیږی. امریکائي چارواکې او خپله د وسله والو په ویب پاڼو ویل کیږي چې ډرون د وسله والو یو شمیر اهم مشران په نخښه کړې دي
شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف وخت په وخت د ډرون حملې هم ترسره کیږی. امریکائي چارواکې او خپله د وسله والو په ویب پاڼو ویل کیږي چې ډرون د وسله والو یو شمیر اهم مشران په نخښه کړې دي
د پاکستان شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې په دواؤ مختلفو پیښو کې درې عسکر وژل شوي دي.
په دواړو پیښو کې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو قافلو سره نزدې دیسې بمونه چاؤدیدلې دي. په یوه پیښه کې د عسکرو په قافله باندې راکټې هم چلول شوي دي. په دواړو حملو کې درې عسکر وژل شوي او یو شمیر نور زخمیان شوي دي.
یوه پیښه کې د امنیتي ځواکونو قافله رزمک نه بنو ته روانه وه چې په دوسلي تحصیل کې ورباندې د بم وو چاؤدیدو په نتیجه کې يي دوه عسکر ووژل شو.
رپورټونه وايي د بم چاؤدنې ورسته امینتي ځواکونو سیمه کې د لټون کاروائي شورو کړه.
بله پیښه میرعلي تحصیل کې د قمبر چیک پوسټ سره نزدې رامنځته شوي ده. په دغه حمله کې هم د امنیتي ځواکونو په قافله دیسې بم خلاص کړی شوی دی. حمله کې یو عسکر وژل شوی دی.
شمالي وزیرستان د وسله والو مرکز گڼلی کیږي. امریکائي چارواکې وايي سیمه د حقاني ډلې مطبوط مرکز دی. په دغه ډله افغانستان کې د افغان او نړي والو ځواکونو خلاف د حملو شک کولی شي. امریکا د ډیر وخت راهسې دا غوښتنه کوي چې پاکستان کې د شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف کاروائي ووکړي خو پاکستان تر دا وخت دغه غوښتنې نه دي منلي او وايي دومره وسائل نه لري چې په یو وخت په گڼو محاذونو د وسله والو خلاف ځواکونو ووجنگوي.
شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف وخت په وخت د ډرون حملې هم ترسره کیږی. امریکائي چارواکې او خپله د وسله والو په ویب پاڼو ویل کیږي چې ډرون د وسله والو یو شمیر اهم مشران په نخښه کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG