لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو تر منځ نښته شوې ده


د افغانستان او پاکستان د چمن پوله.
د افغانستان او پاکستان د چمن پوله.

د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د افغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د پاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو نښته شوې اؤ پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې دې نښته کې افغان طالبانو ته دروند زیان ور اړلول شوی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي "پي ټي وي نیوز"د چهارشنبې په ورځ ویلي دا نښته د پاکستان اؤ افغانستان په پوله نوشکي عزنال سیمه کې هغه مهال شوې چې پاکستاني ځواکونه د ازغن تار په مرمت یا بیا رغونه بوخت وؤ چې افغان طالبانو پرې ډزې پيل کړې.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې افغان طالبانو د پاکستان په چیک پوسټونو ناتاره ډزې کړي اؤ وایي په ځوابي ډزو کې پاکستاني ځواکونو هم د افغانستان د افغان ځواکونو پوستې په نښه کړې دي.

د پاکستان اؤ افغانستان دولتي یا نظامي چارواکو لا په سمدستي توګه ددې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان ډان رسنۍ د امنیتي سرچینو له خولې دعوه کړې ده چې دې نښته کې افغان طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي خو په ازاده توګه ددې دعوې څه پخلی نه دی شوی.

ډان وایي پاکستان واضحه کړې ده چې د خپلو پولو د حفاظت لپاره به د موثره ګامونو اخستو لړۍ دوامداره ساتي اؤ پخپله سیمه ییزه سلامتۍ به هیڅ ضربه ونه زغمي.

په دې وروستیو کې د پاکستان اؤ افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو تر منځ په ډیورنډ کرښه څو وارې نښتې شوي چې دواړو خواؤ پکې یو بل ته د زیانونو اړولو دعوې کړې دي.

د تېرې ستمبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان سره په پوله د مومندو سلاله سيمه کې په ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمېنځه سختې نښتې شوې وې چې د مطبوعاتي رپورټونو تر مخې نزدې اووه ورځې دغو نښتو دوام کړی ؤ.

د ستمبر په ۱۹مه د غلام خان په پوله، په اتم ستمبر د کورمې په شرکو، د اګست په ۱۲مه په تورخم، د مئ په ۱۸مه د کورمې په خرلاچۍ او ددې ترڅنګ په پوله د نورو سيمو نه وخت په وخت د نښتو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

څيړونکي وايي دغه نښتې اکثره په پوله د دواړو خواو د نوو امنيتي پوستو جوړولو، د وسله والو په تګ راتګ يا د ازغن تار په سر مخې ته راځي خو څيړونکي زیاتوي پاکستان د دننه روانو سياسي مسلو، د ترهګرۍ او په پوله د روانو شخړو په څېر د مهمو مسلو نه پام اړولی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG