دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې دسرښار پيښور په کليواله سيمه بډه بيره کې دزيارت په ورځ پوليسو د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات کړي چې پکې يو شکمن جنگيالى وژل شوى اؤ دوه نور نيول شوي دي.
دپوليسو سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي پوليسو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې د بډه بيرې په بن غازي سيمه کې ترهه گر موجود دي، کله چې په دغه اطلاع پوليس سيمې ته ورسيدل اؤ په يو کور يې دچاپې وهلو هڅه کوله نو په دغه مهال پرې ترهه گرو ډزې وکړې.
سرچينې وائي دپوليسو لخوا په ځوابي ډزو کې يو تندلارى وژل شوى اؤ دوه نور نيول شوي دي.
دسرچينو وينا ده تندلارو سره نښته کې يو پوليس عسکر ژوبل شوى هم دى.
بايد وويل شي دپيښور سره نزدې کليواله سيمه بډه بيره اؤ متني نيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل ته دنزدې والي له امله په تيرو نزدې وختونو کې زياتې خطرناکې گرځول شوي اؤ دغلته امنيتي ځواکونو باندې وخت ناوخت دتندلارو لخوا بريدونه اؤ ځانمرگي حملې کيږي.
په دغو حملو کې تر دې مهاله يو شمير عسکر اؤ جنگيالي وژل شوي دي.