لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د وسله والو په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی


د پښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې د نامعلومه وسله والو په هدفي برید کې د ټریفک پولیس یو افسر وژل شوی دی.

د پېښور پولیسو د یو بیان له مخې دا پېښه د نهې یا سه شنبې په ورځ د پېښور په رینګ روډ کبوتر چوک نومې سیمې سره نزدې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي د ظاهر شاه په نوم یو سب انسپکټر چې د ټریفک د وارډن په توګه یې ذمه واري ترسره کوله له ډیوټۍ وروسته کور ته روان ؤ چې نامعلومو کسانو پرې حمله وکړه.

د پولیس د وینا له مخې په دغه برید کې وړومبی سب انسپکټر ظاهر شاه سخت ژوبل شو خو کله چې هغه د علاج په غرض هسپتال ته رسول کېدو نو په د زخمونو توان یې رانه وړو اؤ په لاره کې یې ساه ورکړه.

د دې هدفي برید ذمه واري لا په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې نزدې وختونو کې صوبه کې په پولیسو د ترسره شوؤ زیاتره بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

تر پېښې وروسته په ګڼ شمیر پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ ددغه پېښې مقدمه د ترهګرۍ محکمې د مخنیوي یا سي ټي ډي په تاڼه کې د نامعلومه وسله والو په ضد درج کړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د رپورټ له مخې، روان کال په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه 273 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.
په روان کال کې اوسه د ترهګرو په ضد د استخباراتي معلوماتو په اساس امنیتي ځواکونو 1433عملیات کړي چې پکې 124ترهګر وژل شوي دي.

خېبر پښتونخوا کې په 273 ترهګر بریدونو کې 118 پولیس وژل شوي

سي ټي ډي پخپل رپورټ کې دعوه کړې ده چې خېبر پښتونخوا کې یې 55 ترهګریز بریدونه شنډ کړي اؤ 322 ترهګر یې ژوندي هم نیولي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي د دوؤ ځانمرګي بریدونو په شنډلو سره یې د صوبې سر ښار پېښور د یوې سترې تباهۍ څخه بچ کړی دی.

څېړونکي وایي د تېرې څه راپدیخوا پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله نورې هم زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظمې شوي اؤ ریاستي واکمني یې په ښکاره چیلنج کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG